امریکایان د نوي ولسمشر اعلان ته شېبې شماري

د امریکا د ولسمشریزو انتخاباتو د نتایجو انتظار په داسې حال کې کېږي چې د دواړو نوماندانو ډونلډ ټرمپ او جوبایډن ترمنځ سخته سیالي روانه ده.


په امریکا کې د ولسمشر د ټاکل کېدو لپاره اړینه ده چې یو نوماند له ۵۳۸ الیکټرال (انتخاباتي) رایو څخه ۲۷۰ رایې وګټي. تر اوسه نه ټرمپ او نه هم بایډن دې هدف ته رسېدلي دي. تردې مهاله جوبایډن ۲۵۳ او ډونالډ ټرمپ ۲۱۴ انتخابي رایې ګټلې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ټرمپ د رڼو شمېرنو او بايډن د زغم خبره کوي

د امریکا د ځینو ریاستونو نه د ولسمشریزو انتخاباتو حتمي نتیجې لا هم مخې ته نه دي راغلي. د نومبر پر اوومه د ډېموکرېټ ګوند کاندېد جوبایډن په پېنسلوېنیا، جورجیا او اېرېزونا کې له د ولسمشر ټرمپ نه مخکې شو. دا هغه ریاستونه دي چې نتېجې یې دا وخت ډېرې مهمې بلل کیږي. جوبایډن په نواډا کې هم خپله بریا برقراره ساتلې ده.

په داسې حال کې چې د رایو شمېرل لا هم دوام لري، تازه ارقام ښايي چې د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن د رېپبلېکن ګوند له نوماند ډونلډ ټرمپ څخه په ایرېزونا کې ۲۹۸۶۱، جارجیا کې ۴۳۹۵، نواډا کې ۲۲۶۵۷ او پېنسلوېنیا کې ۲۷۱۳۰ رایې زیاتې اخېستې دي.

دا هم وګورئ: د راتلونکې امریکايي ولسمشر د پاکستان، افغانستان، هند او چين په باب ممکنه پاليسۍ


که بایډن د پنسلوېنیا ۲۰ الېکټرل رایې وګټي او یا هم له درو نورو ایالتونو څخه په دوو کې بری ترلاسه کړي نو د ولسمشرۍ لپاره اړینې ۲۷۰ انتخاباتي رایې پوره کولی شي.

جوبایډن د نومبر پر اوومه، په دیلاویر کې د خپلې مرستیالې کامله هارېس سره په ګډه د خبریالانو پر وړاندې حاضر شو او ویې وویل، هغه به انتخابات په واضح اکثریت سره وګټي خو تر اوسه لا ډېر وختي دی چې خپله بریا اعلان کړي. نوموړي وویل، هغه تمه لري چې له ۳۰۰ زیاتې انتخاباتي رایې به وګټي. نوموړي وړاندې وویل:

"شمېرې روښانې دي، موږ د مقابلې د ګټلو په حال کې یو."

که څه هم ټولې ملي رایې (نېشنل پاپولر ووټ) د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی کاندید نه ټاکي خو بایډن بیا هم وویل چې د یوې اندازې ترمخه هغه له ټرمپ څخه څلور مېلیونه زیاتې رایې اخېستې دي کومه چې د هغه په وینا دا اشاره ورکوي چې خلک د بدلون غوښتونکي دي.

د امریکا انتخاباتو په اړه له جهانګیرخټک سره مرکه د امریکا انتخاباتو په اړه له جهانګیرخټک سره مرکه

ولسمشر ټرمپ د نومبر پر اوومه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د انتخاباتو په شپه یې په هغو ټولو ایالتونو کې بریا ترلاسه کړې وه چې اوس پکې دی په وروسته دی او وړاندې یې لیکلي چې ممکنه ده دوی د قانوني لارو په زریعه خپله دغه بریا بېرته ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نومبر په شپږمه یو ټوېټر بیان کې پر جوبایډن غږ کړی و چې په ناسمه توګه دې خپله بریا نه اعلانوي. نوموړي ویلي وو، هغه هم دا کار کولی شي خو قانوني کارروايي اوس پیل شوې ده.

د ولسمشر ټرمپ انتخاباتي کمپېن ډلې په یو شمېر ایالتونو کې د ووټونو د شمېرلو ودرولو لپاره مقدمې درج کړي دي چې زیاتره یې د دغو ایالتونو د ججانو لخوا رد کړل شوي دي.

د دریم نومبر له انتخاباتو وروسته ولسمشر ټرمپ دوه وارې د خپلې بریا اعلان په داسې مهال کړې وه چې لا هم د ووټونو شمېره په څلورو ایالتونو کې پای ته نه وه رسېدلې.