د خلکو پراخ ګډون امریکايي انتخابات تاریخي کړل: جهانګیر خټک

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په امریکا کې د نومبر درېیمې ولسمشریزو انتخاباتو بشپړې نتیجې ښايي څو ورځې وخت ونیسي خو دا ځل د پخوا پرتله خورا زیاتو خلکو پکې رایې کارولې دي. ډانلډ ټرمپ د رېپبلېکن او جوزف بایډن د ډېموکراټ ګوند له لوري د ولسمشرۍ څوکۍ نوماندان دي. په عین وخت کې ولس د امریکا د کانګرس د استازو جرګې او سېنېټ غړو انتخاب لپاره هم ووټونه اچولي دي. پر دې موضوع مو په نیو یارک کې له شنونکي جهانګیر خټک سره خبرې کړې دي او ورڅخه یې په پیل کې پوښتلي چې دا ځل انتخابات له پخوانیو هغو څومره او ولې بدل ول؟ د دې پوښتنې ځواب او بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.