د اپوزېشن ګوندونو تحریک به څه نتيجې ورکړي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال تر رڼا لاندي بحث کې د پاکستان موجوده سياسي حالاتو موضوع څيړلې ده. اپوزشن ګوندونو د پاکستان ډيموکريټک مومنټ په نامه د حکومت ضد اتحاد جوړ کړی دی. د سېپټمبر پر ۲۰مه د اپوزېشن ګڼ ګونديزې غونډه کې له پريکړې سره سم اپوزېشن د احتجاجي جلسو اعلانونه هم کړي دي.د اکتوبر پر ۱۶مه په ګوجرانواله کې د اپوزېشن جماعتونو لومړي جلسه کېږي. په عين حال کې د مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف په ګډون له ۴۰ زياتو غړو د غدارۍ مقدمه درج شوې ده. خو حکومت وايي، د غدارۍ په مقدمه کې کښلې نه ده.دا چې اپوزېشن ګوندونو احتجاجي تحريک به له نورو وختونو مختلف وي او که څنګه او يا دا به څه نتيجې ورکړي، دا موضوع په دې پروګرام کې څيړو.د پروګرام کوربه ګل اياز دی.