په کرغیرستان کې د سیاسي ګوندونو مظاهره

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کرغیرستان کې د پارلیماني انتخاباتو وروسته د حکومت د مخالفه ګوندونو پلویانو مظاهرې کړي دي چې پکې پر حکومتي ودانیو د کاڼو ویشتلو او نورو حملو ترڅنګ د امنیتي ځواکونو او مظاهرچیانو ترمنځ نښتې هم شوي دي. مظاهرچیان په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه پورې کوي. بلخوا ولسمشر سورن بايي جینبېکوف ولس ته د ارامه اوسیدو ویلي دي. په دې اړه د انیسه اجمل په ویډيويي راپور کې تفصیل وګورئ