د بین الافغاني خبرو د پېل مراسم تر سره شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو اترو د پیل مراسم د سپټمبر پر ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شو. په دې پرانیست غونډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا او طالبانو ترڅنګ د پاکستان، امریکا، هند او یو شمېر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم ویناوې وکړې.