د بین الافغاني‌ خبرو پرانیستونکې غونډه وشوه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني‌ خبرو اترو بهیر د ۲۰۲۰م کال د سپټمبر پر ۱۲مه پیل شو

په افغانستان کې د سولې لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني‌ خبرو اترو د پیل مراسم تر سره شو.

د سپټمبر پر ۱۲مه په دې پرانیستونکې غونډه کې د یو شمېر هیوادونو او سازمانونو مشرانو او استازو مخامخ او یا ویډیو له لارې خبرې کړې دي.

دوی په خپلو ویناوو کې د بین الافغاني خبرو اترو ملاتړ کړی او هیله یې ښودلې چې د دې خبرو اترو په نتیجه کې به په افغانستان کې سوله راشي او د افغانانو ژوند به په ارامه شي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا دریځ

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه مقدماتي خبرو کې د یوه بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه.

د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمېدو لپاره په لومړي ځل د افغان دولت او طالب مشران نن په دوحې د سولې خبرې کوي.

په دې مراسمو کې د عبدالله عبدالله تر څنګ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د امریکا ، پاکستان ، هیند او یو شمېر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او بېلا بېلو نړیوالو ټولنو او سازمانونو مشرانو او استازو ویناوې وکړې.

د ملا عبدالغني برادر څرګندونې

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم غونډې ته وینا وکړه.

نوموړي‌ د وینا په ترڅ کې وویل، "زه په دې غونډه کې خواست کوم او هیله لرم چې دواړه غاړې دې د اسلام سپېڅلي دین شرایطو ته پام کړي او دې ډېر مهم مقصد ته د رسېدو لپاره موږ باید د ځینو خلکو نه بلکې د ټولو ګټو ته پام وکړو."

د شاه محمود قرېشي وینا

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د بین الافغاني خبرو پرانیست غونډې ته په وینا کې وويل دا مزاکرات په افغانستان کې د سولې پر لور يو لوي ګام دی.

نوموړي وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل ممکنه رول لوبولی او بين الافغاني مزاکرات د ټولو د شريکو هلو ځلو نتيجه ده.

د ده په خبره دا اوس په افغان مشرتابه پورې اړه لري چې له دې تاريخي پرصته ګټه واخلي او يو بشپړ سياسي حل رامنځته کړي او خپل راتلونکی په خپله وټاکي.

د ده په خبره بايد افغانانان د بهرني اغيز او مداخلت پرته خپل برخه ليک وټاکي.

قرېشي وايي داسې عناصرو باندې بايد ژور نظر وساتل شي څوک چې د سولې پر وړاندې چېلنجونه رامنځته کولای شي.

نوموړي‌ وویل چې له افغان جګړې تر ټولو زيات تاوان پاکستان ته رسيدلی دی او په تېرو ۴۰ کلونو کې پاکستان د يوشمېر ترهګر بريدونو ښکاری شوی او ډېرو وګړو يې قربانيانۍ ورکړې دي.

نوموړی وايي د تېر وختونو تېروتنې بايد بيا تکرار نشي او د تېر په څير افغانان بيا يوازې پرينښودل شي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان به تل د پرامنه ،باثباته،متحد،جمهوري ، سوکاله او خپلواک افغانستان ملاتړ جاري ساتي.

د يادونې ده چې په تېر وختونو کې افغان حکومتي چارواکو په وار وار تور لګولی چې پاکستان له افغان طالبانو سره مرسته کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وینا

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جېشنکر دې غونډې ته په وینا کې وویل چې د سولې دا بهیر دې خامخا د افغانانو په مشرۍ ، ملکیت او واک کې وي.

نوموړي‌ وویل چې د افغانستان د ملي خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا دې احترام وشي ، د بشري‌ حقونو او جمهوریت وده دې په پام کې ونیول شي.

ایس جېشنکر زیاته کړه چې د لږکیو، مېرمنو او هغو حقونه باید باوري کړل شي‌ چې له خطر سره مخامخ دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په وینا، په کار ده چې په اغېزناکه توګه په ټول هیواد کې د تشدد مخه ونیول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وینا

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د بین الافغاني مزاکراتو پرانست غونډې ته وويل چې دوي د طالبانو د دې ژمنې هرکلی کوي چې د القاعدې په ګډون، د نړیوالو ترهګرو ډلو کوربتوب به نکوي او نه به هغوی ته پر افغان خاورې د روزنې، جلب وجذب او یا د بسپنې ټولولو اجازه ورکړي.

پامپيو زياته کړې چې افغانستان باید بیا هیڅکله د نورو هېوادونو د ګواښولو لپاره د نړیوالو ترهګرو د اډې په توګه ونه کارول شي.

د ده په خبره دوي دې شېبې ته د سخت کار او قربانیو په مټ رسیدلی دي او د ساتلو او ترې د ګټې اخیستو لپاره یې سخت کار او قربانۍ ته اړتیا ده .

مایک پامپیو وويل، "زه له تاسو غواړم چې د سولې لپاره د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو او د هېواد د اوږدې جګړې د قربانیانو په ګډون، د افغان ټولنې استازي ښکېل کړئ."

نوموړي زیاته کړه چې دغه تاریخي مذاکرات باید یو سیاسي جوړجاړی رامنځته کړي او د پریکړو په مهال باید په یاد ولري چې د دوي انتخاب او کړنې به د امريکا د راتلونکو مرستو په کچې او کمیت اغیز ولري.

پامپيو وايي دوي هيله لري چې افغانان یوې تلپاتې سولې ته ورسییږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومتي مرکچي پلاوی د سپټمبر پر ۱۱مه ماښام مهال دوحې ته ورسېد.

ټاکل شوې ده چې دا پلاوی به د سپټمبر پر ۱۲مه د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ وي.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه ‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره پکې وي.

هغه وویل چې دا ځل به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که ‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بین الافغانې خبرو لومړۍ ناسته

خلیلزاد دا خبرې د سپټمبر پر ۱۱مه په یو ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي. هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي.

موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي." د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی.

په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

په دوحه کې به نن د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.