د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ


د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي قطر ته د سفر لپاره الوتکې ته د ختلو پر مهال.
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي قطر ته د سفر لپاره الوتکې ته د ختلو پر مهال.

د حکومت مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور وايي، طالبانو سره په خبرو کې به ووايي چې د زور له لارې بریالي کېدای نه‌شي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوی بالاخره له اوږد ځنډ وروسته له طالبانو سره د مذاکراتو د رسمي پیل لپاره قطر ته ولاړ.

د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د پیل مراسم سبا د شنبې په ورځ پیلېږي، خو رسمي خبرې به په دوشنبه وي.

له مرکچي پلاوي سره په دې سفر کې یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي هم شته. د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د سولې په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د دې شورا مرستیال سلام رحیمي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم له دې پلاوي سره مل دي.

د سفر له پیل سره سم، د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس وايي پر ټولو موضوعاتو بحث شوی او بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله لري چې په دې پړاو مذاکراتو کې به پر اوربند هوکړه وشي.

په ورته وخت کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور وايي، طالبانو سره په خبرو کې به ووايي چې د زور له لارې بریالي کېدای نه‌شي.

منصور وايي: "موږ ځو، څو طالبانو ته ووایو چې تاسې د زور له لارې بریالي کېدای نه‌شئ. افغانستان د ټولو کور دی، د پخلاینې او مشارکت لپاره زمینه برابره ده. راځئ! خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو."

طالبانو هم په خپله خپره کړې اعلامیه کې د خبرو پیل ته چمتووالی ښودلی.

دې ډلې په خپله اعلامیه کې لیکلي: "دوی د بين‌الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې د خپل ګډون چمتووالی اعلانوي."

خو د دې اعلامیې په متن کې یوازې د غونډې د پیل د چمتووالي لپاره د اعلان خبرې، یو شمېر اندېښنې راپورته کړي چې هسې نه طالبان یوازې د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي او وروسته بیا خبرې د خپلو شرایطو په منلو پورې محدودې کړي.

طالبان دې اندېښنې ته ځواب نه‌وايي، خو د افغانستان د مرکچي پلاوی یوه غړي د خپل نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو ته وايي "طالبانو دا خبره ځکه کړې چې لومړی د پیل مراسم کېږي او وروسته رسماً مذاکرات پیلېږي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه کې د شوې هوکړې یوه برخه کې بین‌الافغاني مذاکرات دي چې باید د مارچ میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل شوې وی، خو طالبانو د دې خبرو پیل د خپلو ۵ زره زندانیانو په ازادۍ پورې مشروط کړ چې بالاخره‌یې حکومت ټول بندیان ازاد کړل.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

امریکا هم د دې خبرو ملاتړ کړی او ولسمشر ډونالد ټرمپ نه‌یوازې دا چې یوه تاریخي ورځ بللې، بلکې وايي د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به‌یې د بین‌الافغاني خبرو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG