جنوبي وزیرستان کې وسله وال برید څلور عسکر وژلي

جنوبي وزیرستان تصویر له ارشیفه

پوليس وايي، په جنوبي وزيرستان کې په يوه بريد کې څلور عسکر وژل شوي دي.

د دې ضلعې د پوليسو مشر شوکت علي بېګاه مشال راډیو ته وويل چې د اتوار په غرمه څه دپاسه ۱۲ بجې وسله والو له مکين سره نږدې پر پوځيانو بريد وکړ.

د ده په خبره، په حمله کې څلور عسکر وژل شوي او څلور ټپيان دي. خو د پوځ عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په بيان کې د وژل شويو پوځیانو شمېر درې ياد کړی دی. بيان زياتوي چې د وژل شويو عسکرو نومونه صوبېدار نديم، سپاهي سليم او لاينس نايک مصور دي.

دا هم وګورئ: د جنوبي وزیرستان مسیدو د ړنګو کورونو تاوان او امنیت پر موضوع جرګه کړې


د پوليسو مشر وايي، د بريدګرو پرضد يې عمليات کړي دي خو په نيولو کې يې بريالي شوي نه دي. د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني رسنيو ته ويلي، حمله دوی کړې ده چې د ده په وينا هدف يې يوه اوونۍ وړاندې د طالب وسله والو د وژل کېدو بدله اخيستل وو. د اګست پر ۲۴مه په مسبمېله کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته کې د طالبانو ځاي مشر توکل ذوالقرنین او د هغه ملګری وژل شوی وو.