"بلوچستان کې د وژل شوبو ۴۴ خبریالانو وژونکي نه دي‌ نیول شوي"

په بلوچستان کې د وژل شویو خبریالانو په یاد د اګست پر ۲۸مه په کوټه کې غونډه وشوه

کوټه - په بلوچستان کې د خبریالانو اتحادیې غوښتنه کړې ده چې په تېرو دوو لسیزو کې د وژل شویو خبریالانو وژونکي دې ونیول شي او له قانون سره سمه سزا دې ورکړل شي.

د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې - بلوچستان یونین اف جرنلسټس – دا غوښتنه د اګست پر ۲۸مه په کوټه کې د وژل شویو خبریالانو په یاد غونډه کې کړې ده.

یاده اتحادیه هر کال د اګست د “شهدا صحافت بلوچستان” په یاد د تورې ورځې په توګه لمانځي.

دوي دا ځل هم د اګست پر ۲۸مه د کوټې پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.

د بلوچستان یونین آف جرنلسټس پخواني مشر خلیل احمد تر احتجاج وروسته مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې په خاصه توګه په بلوچستان کې پر خبریالانو نه یوازې قدغنونه زیات دي بلکه د دوي روزګار هم نه دی خوندي.

ده وویل، "زموږ غوښتنه ده چې حکومت خپلې وعدې پوره کړي او کوم خلک چې په هدفي وژنو او بمي چاودونو کې وژل شوي هغوي‌ ته دې معاوضه ورکړي."

د پاکستان د خبریالانو اتحادیې - پاکستان فیډرل یونین آف جرنلسټس - مشر شهزاده ذوالفقار وویل چې په پاکستان کې آزاد صحافت ختم شوی دی.

ده وویل، حکمرانو ته دې معلومه وي چې ترڅو صحافت نه وي آزاد شوی هلته جمهوریت وده نشي کولای.

د ده په وینا، حکومت ته پکار ده چې په هیواد کې د جمهوریت د ودې لپاره صحافت ته آزاده چاپېریال ته وده ورکړي.

شهزاده ‌ذوالفقار غوښتنه وکړه چې د خبریالانو کورنیو ته دې هغسې معاوضې ورکړل شي لکه څنګه چې د وژل شویو عسکرو کورنیو ته ورکول کېږي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د زیاتره خبریالانو له کورنيو سره نه یوازې مالي مرستې شوې دي بلکې د دوي ماشومانو ته د حکومت په مالي مرستو په سکولونو او کالجونو کې تعلیم هم ورکول کېږي.

د ده په وینا ، د ځینو خبریالانو اولادونو ته سرکاري نوکرۍ هم ورکړل شوې دي.

د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې - بلوچستان یونین اف جرنلسټس – مشرانو وویل چې په صوبه کې په تیرو ۲۰ کلونو کې د ترهګرۍ په بیلا بیلو پیښو کې۴۴ خبریالان وژل شوي دي.

د دوي په وینا ، په دې کې ۲۶ خبریالان په هدفي وژنو کې په نښه شوي‌ خو تر اوسه یې یو قاتل هم نه دی نیول شوی.

د دوي په وینا، ډېری خبریالان داسې هم دي چې تر وژل کیدو وروسته حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړې.