ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د مشکوکو ځايونو د لیدو اجازه ورکړې

د ایران اټومي انرژۍ دغه سایټونه په اصفهان او تهران ښارونو کې دي

ایران منلې چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته به د دوو مشکوکو ځايونو د لیدو اجازه ورکړي.

دغه خبر د اګست پر ۲۶مه د ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له‌ خوا داسې مهال ورکول شو چې د دغې ادارې مشر رافایل ګروسي له ایراني چارواکو سره په لیدو کتو بوخت وو.

په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې د ګروسي او د ایران اټومي انرژۍ د مشر علي اکبر صالحي له ‌خوا ورکړل شوې راغلي، ایران په داوطلبانه ډول غواړي چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د دوی دا سایټونه وارزوي.

رافایل ګروسي او د ایران د اټومی انرژۍ مشر علي اکبر صالحي

د ایران اټومي انرژۍ دغه سایټونه په اصفهان او تهران ښارونو کې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې پلټنې نېټه مشخصه شوې، خو نه ‌دي ویل شوي چې څه وخت دا کار کېږي.

ګراسي اته میاشتې وړاندې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر شو او له هغه راهیسې دا ایران ته د نوموړي لومړی سفر دی.

نوموړي ایران ته په خپل دې سفر کې له ولسمشر حسن روحاني، بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د ایران اټومي انرژۍ له مشر علي اکبر صالحی سره لیده کاته وکړل.

دا سفر داسې مهال کېږي چې ایران لا هم دغې ويانا مېشتې ادارې ته د هغو دوو ځايونو د کتنې اجازه نه ده ورکړې چې ګومان کېږي اټومي فعالیتونه پکې تر سره شوي دي.

بلخوا امریکا هم فشار اچوي چې پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګېږي.

ګراسي له دې سفره مخکې ویلي، هیله من دی چې له دې لیدو کتو سره به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پوښتنو په حل کې مهم پرمختګ وشي او مشکوکو ځايونو ته به د رسايي ستونزه هواره شي.

د ایران او اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ترمنځ نوې هوکړه داسې مهال کېږي چې امریکا تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې پر ایران بېرته هغه بندیزونه ولګوي چې د ۲۰۱۵ز کال اټومي تړون له مخې لیرې شوي وو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د اګست پر ۲۰مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا رسماً خبره کړي چې واشنګټن غواړي پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو بهیر بیا پیل کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۹مه ویلي چې د مایک پامپېو تر دې اقدام ۳۰ ورځې وروسته به "پر ایران د ملګرو ملتونو یو لړ بندیزونه بیا ولګېږي."

په دې کې پر ایران د وسلو د راکړې ورکړې بندیز غځول هم شامل دی.

تر هغې وروسته چې تېره اوونۍ په امنیت شورا کې پر ایران د وسلو د بندیز غځولو امریکايي پرېکړه لیک ناکامه شو، اټکل کېده چې پامپېو به د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته ورشي.

پامپېو د اګست پر ۱۹مه له امریکايي فاکس نیوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې اطمینان وښود چې پر ایران به بندیزونه پخواني حالت ته ستانه شي.

ده وویل، که چین یا روسیې یې د اقدام مخه ونیوله نو دواړه به مسوول (ذمه وار) وګرځوي.

د پامپېو په خبره، که چین او روسیې پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو له بیا لګولو انکار وکړ نو امریکا به یې د بندیزونو له لارې په نښه کړي.

تېره اوونۍ چې کله امریکا پر ایران د وسلو د بندیز غځولو قرارداد وړاندې کړ نو ډومېنکن جمهوریت یې ملاتړ خو د امنیت شورا دایمي غړو چین او روسیې یې مخالفت وکړ او د واشنګټن اروپايي متحدانو په ګډون ۱۱ هېوادونو له سره خپله رایه و نه کاروله.

تر دې وروسته امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، هڅه کوي چې پر ایران ټول پخواني بندیزونه بیاولګوي.

ټرمپ وویل دا هڅه په ۲۰۱۵ز کې د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ له اټومي موافقې سره سم کوي.

خو د اګست پر ۱۶مه تهران او اروپايي ټولنې د نوموړي پلان رد کړ او ویې ویل چې امریکا په ۲۰۱۸ز کال کې له اټومي موافقې ووته نو ځکه دا حق نه لري چې د موافقې هغه برخه عملي کړای شي چې د بندیزونو پخواني حالت ته د ستنولو خبره پکې شوې.

واشنګټن دعوه کوي چې اوس هم د موافقې برخه دی ځکه چې د تړون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک برخه وو نو ځکه کولای شي چې پخواني بندیزونه بیا ولګوي.