د افغانستا په بلخ ولایت کې موټر بم چاودنې لږ تر لږه درې تنه ووژل او ۴۲ نور یې ټپیان کړل.
د افغانستان د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، برید د اګست پر ۲۵مه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یوه حیواني کلینیک مخې ته شوی.
د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي د اګست پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، چوونکي توکي په مازدا موټر کې ایښودل شوي ول.
حنیف رضایي د مرګ ژوبلې شمېر زیات یادوي.
نوموړي وویل په پېښه کې لږ تر لږه دوه ولسي کسان وژل شوي او ۳۶ ژوبل دي.
ده زیاتوي چې په دغه چاودنه کې یو کمانډو سرتېری هم وژل شوي او د ملي اردو شپږ سرتېري نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه: د ملي اردو ترڅنګ یې ولسي وګړو ته چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل ول زیان اړولي دي.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی قاري روف چې په دغه چاودنه کې ټپي شوی، وايي چې د کور د نړېدو له کبله یې د کورنۍ درې نور غړي ټپيان شوي.
ده وویل: "دوه لورانې او یو زوی مې هم ټپیان شوي دي. چاودنه دومره قوي وو چې زموږ کور ونړېده."
د بلخ ولسوالۍ په سیمه ییز روغتون کې یوې سرچینې چې د نوم له خپرېدو یې ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې د دغه چاودنې له کبله ۱۱ تنه ولسي کسان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان دي.
د بلخ عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د پېښې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د ډېرو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په دغه چاودنه کې ډېر کورونه نړېدلي دي، یو ښوونځی او یو کلینیک هم ویجاړ شوي او د ملي اردو د کمانډو ځواکونو یو قرارګاه هم نسبتاً ویجاړه شوې ده.
دا هم وګورئ: د ۳ وژلیو زامنو مور په افغانستان کې سوله غواړيد وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې برید ذمه وازي منلې ده. او ادعا کوي چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې د صفر شش قطعې په مرکز برید کې لسګونه کمانډو سرتېري وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د اګست پر ۲۰مه پر طالبانو او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو او د سولې مذاکراتو پیلولو غږ کړی.
نوموړي ویلي چې اوس د سولې د خبرو ځنډېدو هېڅ مشروع دلیل نه شته.
دا څرګندونه د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د اګست پر ۲۱مه پر ټوېټر د سولې یوه فعال او د پوهنې وزارت علمي شورا سرپرست عبدالباقي امین د وژنې په تړاو، په بیان کې کړې.
1/2 Yesterday, #Afghanistan lost Dr. Abdul Baqi Amin, a scholar with immense insights and an activist with an unshakable commitment to peace. His death at the hands of spoilers who seek to delay and derail Afghan peace is tragic.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 21, 2020
خلیلزاد عبدالباقي امین سولې ته یو ژمن شخص بللی او زیاته کړې یې ده چې نوموړي ته به مناسب درناوی دا وي چې طالبان او افغان حکومت دواړه تاوتریخوالی کم او سمدستي د سولې خبرې پیل کړي.
امین د اګست پر ۱۹مه د کابل په کمپنۍ سیمه کې د هغه په موټر پسې د نښلولي بم په چاودنه کې ووژل شو.
پر نوموړي د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
افغان حکومت او طالبانو دواړو پر امین حمله غندلې.