زده کوونکو د انټرنېټ نه شتون خلاف احتجاج کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبایلي سیمو، بلوچستان او ګېلګېت بلتستان زده کوونکو د جولای پر ۱۹مه په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره یې له مارچ راهیسې تعلیمي ادارې تړلې دي او ځینې ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو انلاین درس او تدریس ته مخه کړې، خو دوی په خپلو سیمو کې د انټرنېټ نشتوالي له وجې ورڅخه بې برخې دي. دا زده کوونکي وايي، تعلیمي کال یې ضایع کېږي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ۲۰۱۹ز کال کې ژمنه کړې وه چې قبایلو ته انټرنېټي اسانتیاوې برابروي. البته ځینو پوهنتونونو د انټرنېټ نه لرونکو سیمو زده کوونکو لپاره د فاصلاتي تعلیم او د ویډیويي سي ډيګانو له لارې د زده کړو سهولت برابر کړی. نور په ویډیويي رپورټ کې.