ږلۍ او توپان په سوات کې تیار فصلونه ویجاړ کړي

سړات کې توپاني سیلۍ د شپتلو ونې هم چپه کړې

د سوات په بېلا بېلو سیمو کې ږلۍ او تېزو بارانونو د کروندګرو فصلونو او باغونو ته زښته ډېر زيانونه رسولي دي.

د سوات تحصيل مټې ، خوازه خيلې، بحرين او نورو سيمو ځايي کرونده ګر وايي، د اتوار په مازيګر شوې ږلۍ او توپاني سیلۍ تیار فصلونه ویجاړ کړي.

د تحصيل مټې خالد اقبال وايي، د ده په ژوند یې داسې ږلۍ نه ده لیدلې، دی زیاتوي چې د پنځو لکو د شپتالو تیار باغ لولپه شو. له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې دلته د ډېری خلکو د مېوو او سبزو باغونه او پټي خراب شوي دي.د ده په خبره یو خوا کورونا وبا ده بلخوا یې کروندې له منځه ولاړې.

کروندګرو ته زښته ډېر تاوانونه اوښتي

د مټې تحصيل کوزې درشخيلي يو کرونده احسان الله وايي چې د سبزيانو کروندې لویه برخه یې زیانمن شوې ده. (جوار، ټينډې، بينډۍ او نور سبزيان مو بېخي تباه شول.)

د سبزو سوداګر انعام الله وايي،باغونه يې د روزګار لپاره اخېستي ول، خو ږلۍ او باران ورله ټول فصل تباه کړ او د لکونو روپو زيان یې شوی دی.

کروندګرو له حکومته مرسته غوښتې.

د سوات کروندګرو ته اوښتي زيان په اړهد زراعت صوبايي وزير محب الله چې خپله هم د سوات سیمې دی وايي، دا وخت په صوبه کې مالي بحران دیخو بيا به یې هم هڅه وي چې حکومت له اغېزمنو زميندارو سره مرستې وکړي،