"د لُور بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان د قلعه عبدالله په ليري پرته سيمه توبه کې يوه ښځه په تشدد سره وژل شوې چې د جون پر ۱۹مه خاورو ته وسپارل شوه. له دې يوه اوونۍ وړاندې د بلوچستان په مسلم باغ سيمه کې هم يوه ښځه په وهلو ټکولو وژل شوې وه. دا چې پر ښځو د تشدد تازه پېښه څنګه رامنځ ته شوې او په دا ډول پېښو کې ولې زياتوالی راغلی؟ احمد شاه اعظمي يې په اړه راپور وړاندې کوي.