سعودي، ترکیې او بیت المقدس کې جوماتونه پرانیستل شول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سعودي عرب حکومت په هېواد کې ګڼ جوماتونه بیاپرانیستي دي خو کعبه به لا هم تړلې وې. په عین وخت کې د بیت المقدس لوی جومات هم پرانیستل شوی. تر دې مخکې د مې پر ۲۸مه زرګونه خلکو په ترکیې کې د جمعې لمونځ په جوماتونو کې وکړ. د جوماتونو بیاپرانیستل په اسلامي هېوادونو کې د کورونا وایرس مخنیوي په موخه په پړاوونو کې د ټولبند د نرمولو بهیر برخه ده. د رویټرژ اژانس ویډیوګانو پر اساس رپورټ.