د بندیانو پر خوشې کولو ښايي دایمي اوربند ته لاره هواره شي: ارګ

ارګ (انځور ارشیف)

افغان حکومت وايي، د طالب بندیانو پر خوشې کولو تمه لري تاوتریخوالی کم او دایمي اوربند وشي.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د سولې په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي چې د طالبانو بندیانو خوشې کول هم پکې شامل دي. د اپرېل له اتمې راهیسي افغان حکومت تر ۳۵۰ زیات طالبان خوشې کړي دي.

دا هم وګورئ: له خبرو پس د بندیانو خلاصېدو بهیر پیلوو: افغان حکومت

مينه پال هیله ښکاره کړه چې له دې سره به سولې ته لاره هواره شي.

اخوا طالبانو ویلي چې د اپرېل له ۱۲مې نېټې راهیسې يې په کندهار او لغمان ولایتونو کې د افغان حکومت ۶۰ کسان خوشې کړي دي.

د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه، د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوې هوکړه کې له افغان حکومته غوښتل شوي چې تر بین الافغاني خبرو مخکې د اعتماد رامنځته کولو په هدف دې پنځه زره طالب بندیان خوشې کړي.

طالبانو هم ژمنه کړې چې شاوخوا ۱۰۰۰حکومتي کارکوونکي به پرېږدي.