د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خبرو پس د بندیانو خلاصېدو بهیر پیلوو: افغان حکومت


په قطر کې افغان طالبان (ارشيف)

د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، د طالبانو له پلاوي سره د بحثونو تر پای ته رسېدو وروسته به د طالب بندیانو خلاصېدو بهیر مخته ځي.

دا خبره د یادې شورا ویاند جاوید فیصل د اپریل پر دوهمه مشال راډیو ته وکړه.

د طالبانو یو دری کسیزه پلاوی له سشنبې راهیسې په کابل کې دی او د طالب بندیانو د خلاصون په اړه له افغان حکومت سره خبرې کوي.

طالبانو ویلي چې د بندیانو د تبادلې په لیسټونو کار روان دی او هیله من دي چې ژر د بندیانو د خوشې کولو بهیر پیل شي.

طالبانو ویلي، تر څو چې د دوی تر ۵۰۰۰ بندیان خوشې نه شي بین الافغاني خبرې نه کوي.

خو افغان حکومت ویلي چې د طالبانو بندیان په تدریجي توګه ازادېږي او په بدل کې یې له دې ډلې سره د حکومت بندیان راخوشې کېږي.

د امریکا او طالبانو د تړون له مخې چې د فبروري پر ۲۹ په قطر کې لاسلیک شو له افغان حکومت سره د بندي طالبانو له ډلې تر پنځه زره کسان خوشې کېږي او په بدل کې به یې طالبان هم شاوخوا زر بندیان خوشې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG