د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره مدني فعاليت څومره مهم دی؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کوويډ ۱۹ په نوم د نوي کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د نړۍ بېلا بېلو حکومتونو او روغتياپالانو بېلا بېلې لارې چارې خپلې کړې دي. بلخوا يوشمېر کسان د مدني فعاليت له لارې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي. دوی نه يواځې په ولس کې د دې وبا په اړه پوهاوی راولي بلکې د بېوزلو مالي مرسته هم کوي. احمد شاه اعظمي په پاکستان کې له دوو مدني فعالانو جهانګير خان بازي او داود خان کاکړ سره خبرې کړې او د دوی د هلو ځلو په اړه يې پوښتلي دي.