شاعر صاحب شاه صابر د پښتنو حقونو مبارز هم وو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اپريل درېمه د پښتو د يوه نوميالي شاعر ډاکټر صاحب شاه صابر له 13م تلين سره سمون خوري.
نوموړی د ملاکنډ د سخاکوټ کلي وو او د يو شمېر شعري ټولګو ترڅنګ "د پښتو شاعرۍ په وده کې د تنقيد کردار" په نوم د پي اېچ ډي مقاله يې هم چاپ شوې.
د برېتانيا په مانچېسټر ښار کې مېشت ذاکر حسين اېډوکيټ، چې دی هم د ملاکنډ دی او صاحب شاه صابر يې له نېږدې پېژند، وايي، نوموړی له يوه شاعر او ليکوال سره سره يو سياسي او ټولنيز مبارز هم وو.
د ډاکټر صاحب شاه صابر د ژوند او ادبي کارونو په اړه له ذاکر حسين اېډوکیټ سره زموږ همکار هارون باچا مرکه کړې ده