د مالاکنډ په هره ضلعه کې پوهنتون جوړوم: وزیر اعلی محمود خان

وزیر اعلی محمود خان

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان ویلي دي چې د ملاکنډ ډېوېژن په هره ضلع کې یو پوهنتون جوړوي.

نوموړي په پنجشنبه د کوز دیر په چکدره کې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، د جون له میاشتې څخه به د خلکو د وړیا درملنې لپاره ورته د بیمې صحت کارډ ورکول پیل کړي. له دې علاوه هم اعلا وزیر د پرمختیايي کارونو ژمنې وکړې خو د چکدرې اوسېدونکي وايي، حکومت دې خپلې ژمنې عملي کړي.

وزیر اعلا محمود خان د چکدرې ولس ته وینا کې وویل، حکومت به یې پر ګرانۍ ډېر ژر قابو راوړي. نوموړي د چکدرې بای پاس لپاره پينځه څلوېښت کروړه او اسبڼ کلي کې د سانام ډېم جوړه ولو لپاره پنځوس کروړه روپۍ په فوري توګه ورکولو اعلان وکړ:

"يونيورسټي به درته سمووم، د بره دیر ولس رانه کيډټ کالج غوښتنه کړې وه، هغه به ورته هم راروان بجټ کې ږدم."

د وزير اعلی پر وينا یو ځايي خبريال احسان دانش مشال ريډيو ته وويل چي ټول اعلانات او لوظونه د ولس په ګټه کې دي خو في الحال داسې ښکاري وزير اعلی صرف د بيان تر حده پورې روان دي.

"که راروانه اونۍ کې د سانام ډېم او چکدره بای پاس باندې کار شورو کړل شي بيا به موږ يقين کوو چې واقعي کارونه روان شو، بل دا چې په سېلګرۍ وزير اعلا ډېرې خبرې وکړې خو موږ ته افسوس دی په دېر کې لړم دره نومي سيمه ده، چې په ژمي کې د واورو لپاره او ګرمۍ کې د يخ موسم لپاره ښه ده، ډېره ښایسته سيمه ده. په تاريخي ډول هم حيثيت لري سکندر اعظم دغه سيمې ته راغلی وو. دغه سيمه د سېلګرۍ په ځاینو کې شامله نه ده. داسې نور ښایسته ځايونه دي چې د سېلګرۍ په ليسټ کې شامل نه دي نو د وزيراعلا زياتره خبري تش اعلانونه دي."

ځايي ولس د خيبر پښتونخوا له حکومته د ګرانۍ کمولو او له چکدرې تر د چترال لواړي ټنل پورې د پاخه سړک غوښتنې هم کوي.