اپوزیشن د ګرانۍ په سر پر حکومت نیوکې کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په پارلېمان کې د ځینو اپوزیشن ګوندونو استازو د ګرانۍ له وجې پر حکومت انتقاد کړی او وايي، یوټېلېټي سټورونو ته له رعایت ورکولو سره ګراني نشي ختمېدای. خو د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوالان وايي، حکومت له رعایت پرته نور پلانونه هم لري نو اپوزیشن دې د انتقاد پر ځای انتظار وباسي. ویډیويي رپورټ.