د پېښور په رحمان میډیکل انسټيټیوټ کې د داخلې ننګرهارۍ ماشومې کاینات نیا او د تره زوی بېګا روغتون ته ورغلل.
د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ څلور کلنه ماشومه په سرسام اخته ده چې د فبرورۍ پر څلورمه ځینو رضاکارانو په روغتون کې بستر کړې وه.
د کاینات د کورنۍ غړیو پاسپورټ او ویزه نه لرل نو ځکه یې پر تورخم ځینو کسانو ته سپارلې وه.
د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د کاینات نیا او تره زوی ته یې په تذکره پاکستان ته د ورتګ اجازه ورکړه. د هغې نیا سید امرو بي بي د رضاکارانو او ډاکترانو مننه وکړه. ډاکتران وايي، د کاینات روغتیايي حالت اوس لږ ښه دی.
په پېښور کې افغان او په کابل کې پاکستاني ديپلوماتانو د هغې څلور کلنې ماشومې د مرستې هوډ ښودلی چې له مور پلار بغېر په رحمان ميډيکل انسټيټيوټ کې داخله ده.
کله چې مشال راډيو د فرورۍ پر پنځمه، د هغې دا مسله د ويډيو راپور او ټولنيزو مطبوعاتو له لارې راپورته کړه نو چارواکو يې په اړه د مرستې سينه ووهله. د دې وزارت ویاند ګران هېواد پر ټويټر له مشال راډيو مننه وکړه او ویې ليکل چې په پېښور کې افغان کونسلر د کاينات پوښتنې ته ورغلی دی.
د رضاکارانو له انساندوستانه مرستې څخه او د مشعل رادیو له رپورت څخه مننه. پرون فریدون حیدرخیل پیښور کې د افغان قونسولګرۍ اول سکرتر د کاینات پوښتنې ته د رحمن روغتون ته ورغلی وو هلته د کاینات د پوښتنې تر څنګ له ډاکټرانو سره لیدلي وو. نن د کاینات صحت بهتر ده. https://t.co/BXDCWgHZ4T pic.twitter.com/ByYR0DwLgV
— Gran Hewad (@Granhewad) February 6, 2020
د کاينات مور پلار اته ورخې مخکې په تورخم اوښتو ته ځکه پرېښنودل شول چې د هغوی سره د پاکستان وېزه نه وه.
ځايي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې د کاينات خراب روغتيايي حالت ته په کتو سره يې نوموړې په لواړګې کې د هغې خپلوانو ته وسپارله. هغوی د دې د درمنې وس نه درلود نو په خپل کور کې يې وساتله. بيا د پولیو ضد ویکسينو ډلې دا ومونده او له ځايي رضاکارانو یې هغې سره د مرستې غوښتنه وکړه. همدې رضاکارانو کاينات رحمان ميډيکل انسټيټويټ (ار ايم آي) ته يوړه.
په کابل کې د پاکستاني سفارت يوه چارواکي چودري حسېن د مشال راډيو د ټويټ په ځواب کې خپل ټيليفون نمبر پرېښود او ویې ليکل: د کاينات وېزې لپاره راسره زر تماس وکړئ.
Hi Mashaal Radio, please contact me urgently for parents visa.Hussain Embassy of Pakistan, Kabul0789414190
— Ch. Muhammad Hussain (@CMH168) February 5, 2020
د مشال راډيو تر راپور وروسته، د کاینات له کورنۍ سره خلکو مالي مرستې پېل کړې دي.
اسلام شاه اپرېدی چې هغه یې ورغتونه ته وړې وه، د فرورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وويل: ''کله چې کاينات د ډاکټرانو تر معاینې وروسته سترګې خلاصې کړي نو د مور پلار پر ځای یې موږ مخې ته ولاړ وو نو هغې وژړل. خلک د کاينات لپاره چنده هم ورکوي.''
د رحمان ميډيکل انسټيټويټ چارواکي وايي اوس د کاينات حالت تر پخوا بهتره دی. د دې روغتون وياند، سجاد خان د فرورۍ په شپږمه مشال راډيو ته وويل چې د دې ماشومې وړيا درملنه کوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.