عدالت منظور پښتین په ۱۴ ورځني رېمانډ پولیسو ته سپارلی

منظور پښتین د جنورۍ پر ۲۷مه نیول شوی

پېښور - د پېښور یوه عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر ۲۷مه د پلټنو په موخه د ۱۴ ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره او د ده نور نیولي ملګري یې خوشې کړل.

د پېښور پولیسو دوی د جنورۍ پر ۲۷مه پیشلمي مهال نیولي ول او وايي، پر منظور یې د نقض امن په ګډون یو شمېر دفعې لګولې دي.

د پېښور تهکال تاڼې يوه چارواکي نبي ګل مشال راډیو ته وويل، په ډېره اسماعيل خان کې د پي ټي اېم د مشر ضد مقدمه درج وه نو د هغوی په غوښتنه يې نيولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ مشال راډیو ته ویلي چې د پېښور او ډېره اسماعیل خان پولیسو منظور پښتین په شاهین ټاون کې له یوه کوره نیولی دی.

د ده په خبره، پولیسو ورته لا څه نه دي ویلي او ټول معلومات یې له رسنیو اخیستي.

د منظور پښتین خلاف کښلی د پولیسو اېف ای ار

داوړ وايي، د رسنیو له رپورټونو سره سم، د پېښور پولیسو په رپورټ کې پر پښتین تور پورې شوی چې څه موده مخکې یې په ډېره اسماعیل خان کې د "وزیرستان شپې" په نوم یوې غونډې ته وینا کړې وه.

دی وايي، د همدې وینا په غبرګون د ډېره اسماعیل خان پولیسو پرچه دایره کړې او د پېښور له پولیسو یې د هغه د ګرفتارۍ غوښتنه کړې.

خو د ډېره اسماعیل خان پولیسو چې د پښتین پر ضد د اېف ای ار نقل مشال راډيو ته ورکړی په هغه کې پر نوموړي د پاکستان د ایین نه منلو، د ریاست ضد ویناګانو او د دولت یا ریاست پر وړاندې د سازش کولو تورونه پورې کړي چې نوموړي په عدالت کې رد کړل.

د محسن داوړ په وینا، د غورځنګ د دوو نورو مخکښانو سید عالم مسید او فضل خان اېډووکېټ د نیولو اطلاع هم ورغلې خو تصدیق یې نشي کولای.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچینې وايي، دواړه مشران ټانک ته یوې غونډې ته پر لار ول چې له پیزو درې سره نېږدې "په ساده جامو" کې ځینو خلکو ونیول.

پولیسو لا د مسید او فضل خان د ګرفتارۍ په اړه څه نه دي ویلي.

پولیسو له پښتین سره یو ځای د هغه ځینې ملګري هم نیولي ول چې پکې ادریس پښتین هم شامل وو.

ادریس پښتین مشال راډیو ته ویلي، پولیسو تر نیولو وروسته ورباندې تشدد وکړ او په تاڼه کې یې د ده په وینا په ناولي ځای کې ساتلي ول.

خو منظور پښتین خپل وکیل او ملګرو ته ویلي چې روغ رمټ دی او پولیسو ورته څه نه دي ویلي.

پولیسو د ادریس پښتین د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د منظور پښتین عدالت ته د وړاندې کېدو ویډیو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

منظور پښتین په ۱۴ ورځني رېمانډ پولیسو ته وسپارل شو

په کوټه او چمن کې مظاهرې

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیوو پر ضد په کوټه، چمن او د بلوچستان په ځینو نورو پښتون مېشته سیمو کې احتجاجونه شوي.

د غورځنګ پلویانو او مشرانو له حکومته غوښتي چې ژر دې پښتین خوشې کړي.

د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته په احتجاج کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر عبدالرحیم زیارتوال وویل، د پښتین ټولې غوښتنې د پاکستان پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او اوسني عمران خان هم جایزې بللې دي.

په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د جنورۍ پر ۲۸مه د احتجاجونو اعلان کړی.

په عین وخت کې د بلوچستان حکومت په بوري (لورالايي) کې د قانون ۱۴۴مه دفعه نافذ کړې ده.

د لورالايي انتظامي مشر اسد الله کاکړ د جنورۍ پر ۲۷مه په یوه بیان کې پر غونډو او جلسو بندیز لګولی دی او ویلي یې دي چې که چا د امر خلاف ورزي وکړه نو پر ضد به یې قانوني اقدامات کوي.

د لورالايي انتظامیې دا اقدام پر داسې مهال کړی چې د فبرورۍ پر دویمه د غورځنګ د یوه مخکښ مشر محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې یو کال پوره کېږي.

د منظور پښتین پر نیونه غبرګونونه

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د منظور پښتین پر ګرفتارۍ "زښته اندېښنه" ښوولې او د هغه د "فوري خوشې" کولو غږ یې کړی.

کمېشن پر ټوېټر په یوه بیان کې د غورځنګ د مهمو غوښتنو په یادولو د پاکستان پر ریاست غږ کړی چې د هغو د پوره کولو لپاره دې د "ځواک" کارولو پر ځای خبرې اترې وکړي.

تر دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان پر حکومت غږ وکړ چې "سمدستي او بې له شرطه" دې پښتین "خوشې" کړي.

پر ټوېټر د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې په بیان کې ویلي چې منظور پښتین د "بیان د ازادۍ" او د "سوله ییزو غونډو" کولو "بشري حقونو په کارولو بې له جوازه ګرفتار" شوی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني پر ټوېټر لیکلي چې د منظور پښتین ګرفتارۍ "خپه" کړی دی او د "سمدستي خوشې کېدو هیله" یې لري.

غني ویلي چې د پښتین ګرفتارۍ په اړه د بښنې نړیوال سازمان له بیان سره متفق دی او دا چې د سیمې "حکومتونه باید د انصاف ترلاسه کولو لپاره د سوله ییزو ملکي غورځنګونو ملاتړ او هڅونه وکړي" او پر ضد یې "له تاوتریخوالي" کارولو ډډه وکړي.

بیان زیاتوي چې له ولسي غورځنګونو سره اختلافات باید د خبرو له لارې هوار شي.

د پاکستان حکومت د اشرف غني بیان په غبرګون لا څه نه دي ویلي.

سیاستوال او د بشري حقونو مبارز افراسیاب خټک، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر نیونه پر خپل ټویټر کښلي چې له دې څخه د پښتنو او پتېره د وزیرستانیو ولسونو پروړاندې د ریاست مستعبده نوابادیاتي غوندې تګلاره په ډاګه شوه. پرځای د دې چې واکمنان د هغوی سوله ییز ږغ واوري، لا ژورې پارونې ته ولاړ.

پر ټوېټر یوه بله فعاله مینه ګبینه هم د منظور پښتین پر نیونه کاږي، منظور ځکه نیول شوی چې د پاکستان ایین یې رد کړی دی، خو زیاتوي چې د مشرف خلاف هم اېف ای ار وکښل شو چې د ملک ایین یې د کاغذ یوې ټوټې غوندې کچره دان ته وغورځاوه.

د غورځنګ هلې ځلې، غوښتنې او د حکومت غبرګون

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په توګه د پاکستان د لاهور او کراچۍ په ګډون د خيبرپښتونخوا او بلوچستان په يو شمېر ښارونو کې ولسي غونډو ته ويناوې کړې چې پکې یې په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ پر تګلاره نيوکې کړې دي.

غورځنګ ادعا کوي چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پښتنو ځاني او مالي تاوانونه شوي، زرګونه پښتانه ورک دي، په قبايلي ضلعو کې ځمکلاندې بمونه ايښوول شوي او پر پوستو له خلکو سره د امنيتي ادارو برخورد سم نه دی.

خو پوځ وايي، ځينې ورک کسان خلاص شوي، د ماينونو پاکولو کار روان دی، څه پوستې یې کمې کړي او پر پاتې هغو خلک نه ځوروي.

د ويناوو پر مهال پر پوځ او جاسوسي ادارو تر نيوکو وروسته پر منظور پښتين باندې مقدمې درج شوې وې.

د بلوچستان حکومت پر هغه صوبې ته پر ورتګ هم بندېز لګولی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ دريځ لري چې ټولې غوښتنې یې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دي او پر تشدد باور نه لري بلکې له سوله یيزې لارې خپلې غوښتنې منل غواړي.