د زیاتېدونکیو جرمانو خلاف پر پېښور موټروې د درایورانو کاربندیز
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په خیبر پښتونخوا کې د سورلو ګاډو ډراییواران نن د ګل په ورځ د زیاتېدونکیو سرکاري جرمانو پروړاندې راوتي دي او په احتجاج کې یې خپل ټول ګاډي پر پېښور موټر وې درولي دي. دوی وايي په جرمانو کې تر پینځو سوو فیصدو هم زیاتوالی راغلی دی او دوی خواري مزدوري یې سخته اغېزمنه کړې ده خو چارواکي وايي د پېښور او ټکرونو مخنیوي لپاره یې دا ګام پورته کړی دی. له پېښوره د شبیر احمد جان راپور