سپریم کورټ د باجوه کاري موده د قانون سازۍ په شرط وغځوله

د پاکستان سپريم کورټ د سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده له پارلېمانه د قانون سازۍ په شرط تر ۶ میاشتو پورې غځولې ده.

نن د چیف جسټس اصف سعید کهوسه په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیزه بنچ د پوځ مشر ته مشروط اجازت ورکړی چې د سرلښکر کاري مودي غځولو په اړه اعلامیه بدله کړې او په دغه اړه دې په ۶ میاشتو کې دننه قانون سازي وکړي.

دا هم وګورئ:

د قمر باجوه مودې غځولو مقدمه وځنډېده

نن د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کاري مودې غځولو په اړه د مقدمې د اورېدنې پر مهال د مشر قاضي آصف سعید کوسه په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیزه بنچ حکومتي وکیل فروغ نسیم ته وویل چې حکومت دې عدالت ته لیکلي ورکړي چې پارلیمان به په ۶ میاشتې کې دننه قانون سازي کوي.

د جنرال قمر باجوه د کار موده د نومبر پر ۲۸مه نېټه پای ته رسېږي او نن له حکومت سره یوازینۍ ورځ وه چې سپریم کورټ قانع کړي.

دا هم وګورئ:

د پاکستان سپريم کورټ، جنرال قمر باجوه او د عمران خان حکومت راتلونکی؟


سپریم کورټ د دې مقدمې اورېدنه پرون ځنډولې وه او حکومت ته يي ویلي وو چې د سرلښکر کاري مودې غځولو په اړه دې د خپلې فیصلې سپیناوی وکړي.

وزیراعظم عمران خان سږ کال د اګست په نولسمه د جنرال قمرجاوېد باجوه د ملازمت موده د نورو درېوو کلونو لپاره د غځولو منظوري ورکړې وه.

د دې پرضد د نومبر په پنځویشتمه جیورسټس فاونډېشن په سپریم کورټ کې درخواست جمع کړی وو. سپریم کورټ ویلي چې د سرلښکر کاري مودې غځولو په لړ کې قانوني تقاضې په پام کې نه دي نیول شوي.