د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قمر باجوه مودې غځولو مقدمه وځنډېده


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه

د پاکستان سپريم کورټ د دې هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کار مودې غځولو مقدمې اورېدنه پنجشنبې ته ځنډولې. د قمر باجوه د کار موده د زيارت په ورځ نيمه شپه پای ته رسېږي خو که سپريم کورټ له ۲۹ م نومبر مخکې د کيس فیصله د ده په حق کې ورکړه نو نوموړی خپل کار ته دوام ورکولای شي.

ياده دې وي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اګست په ۱۹ مه د جنرال قمر جاوېد باجوه د کار موده تر درېوو کلونو د غځولو منظوري ورکړه خو دغه فیصله بيا په سپريم کورټ کې چېلنج شوه چې نن يې اورېدنه وشوه.

بلخوا د پاکستان وفاقي کابینې د پوځ په قواعدو کې ترمیم کړی او د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د کار مودې غځولې په اړه یې نوې وړانديز د منظورۍ لپاره ولسمشر ته استولی ده. دا خبره د تعلیم وزیر شفقت محمود پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته له هغې وروسته وکړه چې سپریم کورټ د نومبر پر ۲۵مه نېټه د یوې اورېدنې پر مهال د جنرا ل باجوه د کار مودې په هکله حکومتي امر وځنډاوه او ویې ويل چې د پوځ په ریګولېشن ۲۵۵ م کې د پوځ د مشر ریټایرمنټ ځنډول او محدول شته خو د لوی درستیز د کاري مودې غځولو ذکر پکې نشته.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي کابینې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ملازمت د مودې غځولو لپاره د پوځ په قانون ارټیکل دوه سوه پنځه پنځوس کې ترمیم کړی.

دا له هغې روستو چې د حکومت لخوا د پوځ د مشر جنرل قمرجاوېد باجوه د ملازمت د مودې غځولو نوټي فيکشن سپریم کورټ معطله کړو او د پوځ د مشر په ګډون يې وفاقي حکومت ته ڼوتسې جاري کړي او وویل دا اختیار له وزیراعظم سره نشته چې د پوځ د مشر د ملازمت وغځوي.

اسلام آباد کې د نومبر په پنځویشمه د وفاقي کابینې له غونډې روستو د وفاقي وزیر شېخ رشید او د وزیراعظم سلاکار شهزاد اکبر سره په ګډه خبري کانفرنس کې د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود وویل په وفاقي کابینه کې د پوځ د مشرجنرل قمر جاوېد باجوه د ملازمت د مودې غځولو لړ کې د سپریم کورټ د فیصلې جاج واخیستل شو او د دې لپاره د پوځ په قانون ارټیکل پنځه پنځوس کې ترمیم وکړل شو.

د نوموړي په خبره د پاکستاني ایین تر دوه سوه درې څلوېښت ارټیکل لاندې وزیر اعظم ته دا اختیار ترلاسه دی چې هغه صدر ته تجویز ورکړي او هم په دې طریقه يې عمل کړې او صدر د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د کاريمودې غځولو منظوري ورکړې.

خو دوی له عدالت سره د مرستې او د نورې روڼتیا لپاره د پوځ په قانون کې هم ترمیم وکړو او د ملازمت د مودې غځولو د شق يې پکې اضافه وکړه.

بل پلو اپوزیشن ګوندونو هم په دې لړکې پر حکومت نیوکې کړې او ویلي يې دي چې پاکستان تحریک انصاف په حکومت نه پوهېږي نو ځکه ترې دا تېروتنې کېږي.

اسلام آباد کې د نومبر پر ۲۵مه له ګڼ - ګوندیزې غوندې وروستو د پاکستان مسلم لیګ ن جنرل سېکرېتري احسن اقبال خبري غونډه کې وویل: ''منتخب حکومت د ملک د اقتصاد او د ملک د بقا او سلامتۍ لپاره راوستل ضروري شوي او څنګه چې اوس مولانا صېب وویل چې موږ مسلسل وايو چې دوی نالایقه دي نو دوی نالایقه او نابلده دي دوی له حکومت چلول نه ورځي او تاسو وګورئ چې د پاکستان تر ټولوحساسې ټاکنې يې کومه تماشه جوړه کړې نو د دې نه زیات د ملک د سلامتۍ لپاره کومه خطره جوړېدای شي.''

د روان کال د اګست په نولسمه جاري شوي یو نوټيفیکشن کې وزیراعظم عمران خان د پوځ د مشر جنرل قمرجاوېد باجوه د ملازمت موده د نورو دریو کالو لپاره د غځولو منظوري ورکړې وه.

د کومې پرضد چې د نومبر په پنځویشتمه جیورسټ فاونډېشن په سپریم کورټ کې درخواست جمع کړو او په درخواست د اورېدنې په پیل کې د جیورسټس فاونډېشن وکیل ریاض حنیف د دې د بیرته اخیستو درخواست وکړو خو په عینې حال کې د سپریم کورټ چیف جسټس اصف سعید کوسه د ولس په مفادو کې دا درخواست د خپلې اندې په نوټس کې بدل کړو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG