پېښور ـ د خیبر پښتونخوا ګورنر ویلي چې د اېډورډز کالج به د پخوا په شان د کلیسا ملکیت کې اوسي.
دا خبره ګورنر شاه فرمان د نومبر پر ۱۶مه په پېښور کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې کړې.
نوموړي ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د روان دې کمپاین هدف د پاکستان نوم بدنامول دي چې ګواکې حکومت دا کالج قومي ملکیت ګرځوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او بریانیا کې یو شمېر عیسویان د خیبر پښتونخوا پر حکومت تور پورې کوي چې نه یوازې د یاد کالج په چارو کې ګوتې وهي بلکې غواړي چې دا تاریخي کالج د پاکستان قومي ملکیت وګرځوي.
دا کالج په ۱۹۰۰ کې جوړ شوی وو او د سیمې یو له مهمو تعلیمي ادارو ګڼل کېږي.