د سوات سېکان د خپلو ستونزو حل غواړي

د کرمې سېکان (ارشېف عکس)

د سوات سېکانو د خپلو عبادت خانو د امنيت ساتلو غوښتنه کړې ده.

د سېپټمبر پر ۳۰ مه ڼېټه سېکانو په دې اړهپه مینګوره کې یوه غونډه وکړه.

تر غونډې وروسته د سېکانو يوه مشر بنسري لال مشال راډیو ته وویل چې په سيمه کې د امنيت وضعيت ښه نه ده او دوی غواړي چې حکومت دې د عبادت خانې د امنيت لپاره دوی ته جديده ټېکنالوجي ورکړي.

يوه بل مشر ګلزاري لال وويل چې دوی د خپلو مړو شمشان ګاټ ته په رسولو کې له مشکل سره مخامخ دي ځکه چې دده په وينا شمشان ګات ته د رسېدو لاره خرابه ده.

حکومت دې د عبادت خانې د امنيت لپاره جديده ټېکنالوجي راکړي.
بنسري لال

سېکانو خپلو ماشومانو ته د مذهبي زده کړو ورکولو لپاره د يوه ښوونځي جوړولو هم غوښتنه وکړه.

دوی د خپلو مذهبي ورځو پر موقع د عامې رخصتې غوښتنه هم کړې ده.

د سوات ډپټي کمشنر ثاقب رضا اسلم مشال راډیو ته وويل چې د امنيت ستونزه له ضلعي انتظاميې سره تړاو لري او هڅه به وکړي چې دا حل کړي.

البته هغه زياته کړه چې نورې غوښتنې به تر صوبايي حکومته پورې رسوي.