که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني نور مشران تر ضمانت ورسته يو ځل بيا سمدستي په بل تور نيول شوي، خو د عالمزیب مسود کورنۍ وايي پر نوموړي بل تور نشته. د نوموړي ورور نسیم مسود د سپتمبر په شپاړسمه، مشال راډيو ته وويل د کور غړي يې ورخوشي کېدو ته ورځې شماري. نوموړي زياته کړه: ((موږ په تمه يو چې دوه درې ورځو کې به راخوشي شي. ټول يې لارې ته ګورو او خوشاله يو.))
عالمزیب مسود اته مياشتې مخکې په کراچۍ کې نیول شوی وو. پر انټرنيټ د نوموړي هغه تصوير ډېر مشهوره شو چې پوليسو ورته پر سر څادر اچولی او پټ مخ یې زندان ته روان کړی دی.
پوليس عالمزيب مسود زندان ته بيايي
د عالمزیب مسود د راخوشي کولو لپاره پښتون ژغورنې غورځنګ په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړي او له حکومته یې وغوښتل چې په عدالت کې پر هغه لګيدلي تورونه په ډاګه او ثابت کړي.
وروسته د مقدمې پر مهال معلومه شوه چې پر نوموړي د ترهګرۍ ضد قوانينو لاندې د پوځ خلاف د تقریر کولو او خلکو راپارولو تورونه پورې شوې دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ دا د خندا وړ او بې بنياده بولي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي مظاهره
د ۲۵ کلن، عالمزیب مسود د واده شپږ مياشتې شوې وي چې پولیسو ونيو. هغه د جنوبي وزیرستان په لده کې زيږیدلی دی. له ګومل پوهنتون يې څوارلسم کړی دی. نوموړی پنځه خوېندې او څلور وروڼه لري.
نسيم مسود وايي ورور یې، عالمزیب مسود له کوچنيوالي مبارز وو. ((عالمزیب د مور ډېر نيازبين دی. نو که مور به ورته يو څه وهم ويل چې دا مه کوه يا هغه وکړه نو ډېر زور یې پرې ځکه نه راوړ چې ده به څه وېل هغې به منل. له ماشوموالي باجراته او تکړه وو.))
د عالمزیب مسود پلار په يو ځايي ښوونځي کې استاد وو او اوس ريټايرډ شوی دی. مسود له ډېرې مودې راهيسې د غېب کړل شوو کسانو لپاره مبارزه کوله او کله چې د منظور پښتين په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ کې فعاله شوه، نو مبارزه يې لا نوره ښکاره شوه.
منظور پښتين د عالمزیب مسود د ضمانت هرکلی کړی خو وايي نور ملګري دې يې هم خوشي شي
پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۷ کال په وروستيوو کې د منظور پښتين په مشرۍ مظاهرې او جلسې پېل کړي. د دوی په لويو غوښتنو کې د غېب کړل شوو پښتنو موندل او عدالتونو ته حاضرول، د ماورای عدالت قتلونو ودرول، د هدفي وژنو مخنيوی، د قبایلو سره د پوځ سم سلوک او له قبايلي سيمو څخه د ماينونو پاکول شامل وو. حکومت د غېب کړل شوو کسانو لپاره يو کمېشن جوړ کړی او پوځ ويلي چې پر چيک پوسټونو يې د نرمۍ کولو تر څنګ د ماينونو پاکولو کار شروع کړی دی.
د حکومت دريځ
د پاکستان حکومت پر دوی تور پورې کړی چې د افغانستان او هند استخباراتي ادارو لپاره کار کوي نو ځکه یې د دې تحريک ګڼ غړي نيولي دي. چارواکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسو پر مهال د پوځ خلاف د شعارونو ورکول هم بد ګڼلي دي او وايي پر امنيتي ادارو د خلکو د ځورونو تورونه سم نه دي.
د پاکستاني پوځ وياند، مېجر جنرل اصف غفور د دې کال په اپرېل مياشت کې پښتون ژغورنې غورځنګ ته خبرداری ورکړ چې نور يې وخت ختم دی.
د پاکستاني پوځ وياند، اصف غفور
د دې غورځنګ يوه مشره، ثنا اعجاز وايي دا تورونه بې بنياده دي ځکه چې دوی د پاکستان د آيين دننه پښتنو لپاره حق غواړي. هغې مشال راډيو سره خبرو کې غوښتنه وکړه چې پاتې ملګري يې هم بايد خوشي شي.
هغې زياته کړه: ((پنځه ويشت نور ملګري مو لا هم په جېلونو کې دي. موږ غوښتنه کوو چې دوی دې راخوشي کړل شي ځکه چې دوی کوم جرم نه دی کړی. موږ د عدم تشدد د لارې مبارزين يو.))
ثنا اعجاز په ډاډ سره وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو خوشي شوو مشرانو په شان به عالمزيب مسود هم تر فشار لاندې رانه شي او د جېله تر خوشي کېدو وروسته به هم خپله مبارزه پرېنږدي.
عالمزیب مسود به د زندان د فشار له وجې مبارزه پرېنږدي. ثنا اعجاز
همدا خبره د عالمزیب ورور، نسيم مسود هم تايدوي. ((تر کومه حده چې زه د خپل ورور په طبيعت خبر يم او تر کومې چې زما ورسره خبرې شوې دي، نو داسې مالومېږي چې هغه به په قرار کښېنني او د پښتنو د حقونو مبارزه به جاري وساتي.))