د تورخم ور له دوشنبې د ۲۴ ساعته تګ راتګ لپاره خلاصېږي

د تورخم په دروازه موجوده عمله په درو شفټونو کې کار کوي. 

پېښور ـ د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، د سېپټمبر له دوهمې نېټې نه به په ازمېښتي ډول د تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانېزي.

د وزیراعلی له دفتره د اګست د ۳۱مې په ماښام د خپور شوي یو بیان ترمخه اوس به د تجارت او راشه درشه لپاره دا دروازه شپه او ورځ پرانېستې وي.

د تورخم په دروازه کې افغانان د پاکستان لوري ته د اوړېدو په حال کې دي.

د وزیراعلی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې اوس به د تورخم په دروازه موجوده عمله په درو شفټونو کې کار کوي.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د دې کار د شوي پرمختګ د جایزې د اخېستلو لپاره د کسټم یا ګمرک او د سامانونو د وړلو د ملي ادارې (اېن اېل سي) له مشرانو سره کتلي او هغوی ورته د شویو انتظاماتو راپور وړاندې کړی دی.

چارواکي وايي، د اوس لپاره به په ازمېښتي ډول د تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانېستې وي او باقاعده پرانېسته به یې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په خپل لاس کوي. خو پاکستانیو چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې وزیراعظم به کله تورخم ته ځي.