شوال: ډزو د پېښې په اړه د پوځ او ملکیانو متضادې ادعاوې

په جنوبي وزیرستان کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه پاکستانی پوځي سرتیرې پېره کوي. فایل فوټو

ډېره اسماعېل خان ـ د شوال خلک وایي، د جمعې په شپه پوځي سرتیرو په ډزو د نور اسلام په نامه یو تن وژلی او دوه نور یې ژوبل کړي دي. دوی ادعا کوي چې د دوی سره تللي څلور کسان ورک هم دي.

دوی وایي، د ډزو ښکار شوي کسان د چلغوزو د راټولولو لپاره غره ته تللي ول. خو په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان استخباراتي ادارې وایي، د اګست ۲۳ مې په شپه د پوځ اووم ډویژن سرتېرو په ډزو یو ترهګر وژلی او یو بل یې ژوبل کړی. د اګست پر ۲۵مه مشال ریډیو ته په لیږلي بریښنالیک کې ادارې ویلي، سرتېرو نوراسلام وژلی او عظمت الله یې ژوبل کړی دی.

دا کسان د چلغوزو لپاره غره ته تللي ول. دوی(پوځیانو) ورباندې ډزې کړي دي. یو تن یې وژلې او دوه زخمیان دي. د دوی سره وسله نه وه
ملک شېرپاو پښتین

د شوال یو مشر ملک شېرپاو پښتین وایي، پوځیانو پر ترهګرو نه بلکې پر ملکیانو ډزې کړي دي.هغه د اګست پر ۲۵مه مشال رېډیو ته وویل، څلور واړه ورکو کسانو په حقله هم دا ویل کیږي چې (پوځیانو) ویشتلي دي.

"دا کسان د چلغوزو لپاره غره ته تللي ول. دوی(پوځیانو) ورباندې ډزې کړي دي. یو تن یې وژلې او دوه زخمیان دي. د دوی سره وسله نه وه. دوی خپلې مزدورۍ لپاره هلته تللي ول."

د څلورو ورکو کسانو د نیولو یا نه نیولو په اړه پوځ څه نه دي ویلي.

د جنوبي وزیرستان اېډیشنل ډپټي کمېشنر دلنواز خان وزیر وایي، د پېښې په اړه پلټنې کوي او لا هم پوره مالومات ورته نه دي رسیدلي.