کابل - په افغان پلازمېنه کابل کې د اګست ۱۷مې پر ماخوستن په يوه هوټل کې د واده پر مهال چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۶۳ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، ځانمرګی برید شپې پر ۱۰ بجو او ۴۰ دقیقو پر دارالامان سړک د "شهر دوبۍ" په نوم د هوټل په تالار کې شوی چې پکې د اسوشي اېټېډ پرېس اژانس په وینا، شاوخوا ۱،۰۰۰ کسان حاضر ول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په چاودنه کې ۱۸۲ کسان ژوبل دي.
د ده په خبره، په وژل شویو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د جرمني خبري اژانس وايي، د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته پر وټس ایپ په استولي پیغام کې د حملې غندنه کړې.
خو افغان ولسمشر اشرف غني د طالبانو بیان رد کړ او ویې ویل چې هغه ډله د "وحشیانه" حملې لپاره ملامته ده.
نوموړي د اګست ۱۷مې شپې مهال پر ټوېټر لیکلي: "طالبان له ملامتیا ځان نشي خلاصولای ځکه چې هغوی ترهګرو ته زمینه جوړه کړې."
Taliban cannot absolve themselves of blame, for they provide platform for terrorists. Today is the day of mourning, hence #StateBuilder have cancelled today%27s gathering at the Loya Jirga tent.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) August 18, 2019
غني زیاته کړه چې د اګست پر ۱۸مه د ماتم له وجې خپله انتخاباتي غونډه نه کوي.
نوموړي همداراز ویلي چې یوه غونډه وروبولي چې پکې به د امنیت جاج اخلي چې د دې ډول حملو مخه ونیسي.
اسلامي دولت ډلې یا داعش د کابل د حملې ذمه واري منلې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د اګست پر ۱۸مه، د حملې غندنه کړې.
په کابل کې دا حمله پر داسې وخت شوې چې نه یوازې د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندان کیمپېني غونډې کوي بلکې افغان چارواکي د اګست پر ۱۹مه د هېواد د خپلواکۍ اخیستو ۱۰۰مې کلیزې په تیاریو بوخت دي.
د اګست پر اوومه په کابل کې په موټر بم چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۴۵ ټپیان ول.
وسله والو طالبانو د هغې حملې ذمه واري منلې وه.