ګوندونه دې د بې باورۍ ووټ نه ورکوونکو پته ولګوي: سېنېټران

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اګست پر لومړۍ نېټه د پاکستان اپوزیشن ګوندونه د سېنېټ مشر صادق سنجراني له دندې څخه د ګوښه کولو په هڅه کې پاتې راغل. د سنجراني پر ضد د بې باورۍ تحریک د درو ووټونو د کمښت له وجې ناکامه شو. تر غونډې وروسته یو شمېر سېنېټرانو مشال راډیو ته وویل چې د اپوزیشن پر اکثریت سربېره د تحریک ناکامۍ حیران کړي، خو حکومتي سېنېټر شبلي فراز دا تور رد کړی چې د معاملو له لارې یې د اپوزیشن سېنېټرانو ووټونه اخیستي. ویډيويي رپورټ.