''د حافظ سعید نیونه امریکا ته د عمران خان له تګ سره تړاو لري''

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې د سياسي چارو پوه رحيم الله يوسفزی وايي چې د حافظ سعيد نيول کيدل امریکا ته د پاکستاني وزيراعظم عمران خان له سفر سره تړاو لري. ، د جولايي پر ۱۷مه د مشال راډيو له خبریال ګل ایاز سره په خبرو کې نوموړي وويل چې امريکا حافظ سعيد نړيوال ترهګر ګرځولی دی او ممکنه ده چې د عمران خان او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ ملاقات کې دا خبره مخې ته راشي.