امان الله کنراني ایډوکیټ ویلي چې دا پرلت د سپریم کورټ د جج جسټس قاضی فایز عیسی پرضد د ریفرنس خلاف کوي.
نوموړي د جون پر اوومه په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې دوي به تر هغه وخته د سپریم کورټ مخې ته ناست وي تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې.
پر دې مهال د بلوچستان د وکیلانو د بیلا بیلو اتحادیو موجودو مشرانو وویل چې دوي به د جون پر ۱۴مه په ټوله صوبه کې له عدالتونو بایکاټ کوي.
دې وکیلانو وویل چې دوي به د جسټس قاضي فایز عیسی د دفاع لپاره هر ډول ګامونه پورته کړي.
د کوټې د وکیلانو د اتحادې یو غړي اقبال کاسي ایډوکیټ مشال راډیو ته وویلچې د جسټس قاضی فایز عیسی لوي قصور دا دی چې د هغه تړاو له بلوچستان سره دی.
ده وویل ، “ د ده چې د ترهګرۍ په مخالفت کې کوم رپوټونه مخې ته راغلي دي هغه د ټول پاکستان لپاره د رڼا حثیت لري.”
د اقبال کاسي په وینا ، د پاکستان وفاقي حکومت نه غواړي چې جسټس قاضی فایز عیسی دې نور په سپریم کورټ کې پاتې شي.
یو بل وکیل علي کاکړ ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل ، “ جسټس قاضی فایز عیسی دوه ځله د پاکستان ولسمشر او وزیراعظم ته لیک لېږلی چې زما خلاف د شکایاتو کاپۍ دې ماته راکړل شي خو تر اوسه نده ورکړل شوې. “
علي کاکړ اډوکېټ وویلچې پاکستان کې د سپریم کورټ له یو جسټس سره داسې چلند کېږي نو د یو عام کس به څه حالت وي.
خو د پاکستا ن بارکونسل غړی منیر کاکړ ایډوکیټ وايي ، دوي ته دا د منلو وړ نه ده چې د خوښۍ او ناخوښۍ پر اساس دې احتساب وشي.
ده وویل ، “ موږ له احتساب څخه منکر نه یو خو دا باید داسې وي چې د ټولو ججانو احتساب وشي چې تر ټاکل کېدو وړاندې یې شتمنۍ څومرې وې او اوس څومرې لري.”
دا له هغه وروسته ده چې په دې وروستیو کې د پاکستاني ولسمشر له خوا د سپریم کورټ د جج
جسټس قاضی فایز عیسی پرضد ریفرنس راغلی وو.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان سپریم کورټ د جون پر ۱۴مه پر دې ریفرینس اورېدنه وکړي.
دا تر اوسه لا نده څرګنده چې پر جسټس قاضی فایز عیسی دا ریفرنس د څه له کبله درج شوی دی.