پښتین: پوځ په خړ کمر کې د وژلیو کورنۍ په پېسو خاموشه کول غواړي

منظور پښتین

پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي ، پوځي او حکومتي چارواکو هڅې پیل کړې دي چې په خړ کمر کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته پېسې ورکړي او هغوي خاموش کړي.

منظور پښتین د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې دا چارواکي د وژلیو کورنیو ته ورغلي خو د هغوی خپلوانو ورته انکار کړی دی.

ده وویل: "دا د فقیر اېپي خاوره ده ته نه وه یاده، دا د ننګیالو خاوره ده، دا په پېسو ته نشې غولولای، دا د ډېرو پاکو شهیدانو وینې دي، دا هغه وینې دي چې د خپل وطن لپاره، د مظلومیت لپاره او د دې لپاره توی شوې دي چې دلته خویندو ، میندو او سپین ږیري څوک وهي نه او ټکوي یې نه. ستاسو په پېسو د دې قېمت نشي ادا کېدای."

منظور پښتین وویل، د دوی مبارزه د مړو په بدل کې د پېسو لپاره نه ده بلکې دوی پر خپله خاوره تلپاتې امن غواړي.

نوموړي زیاته کړه: "دا ظلم، دا جبر، دا د خویندو میندو اوښکې تویول، دا پر دې خاوره د دوي ذلیله کول، موږ به تر اخري وخته پر دې خاوره د امن لپاره ولاړ یو چې د دې خاورې د مظلومانو غږ تر نړۍ ورسوو او دوي ته انصاف وغواړو."

د مې پر ۲۶مه، د خړ کمر په پېښه کې د وژلیو شمېر دا وخت ۱۴ ته رسېدلی دی چې ۱۰ پکې یوازې د ډوګې مچه مده خېلو دي.

د دې سیمې قبایلي مشر ملک غلام خان هم د منظور پښتین د خبرو پخلی وکړ او ویې ویل چې حکومتي او پوځي چارواکي د وژلیو کورنیو ته ورغلي او هغوی ته یې پر کورونو ګرځېدلي دي.

ده وویل: "د پوځ ځايي کمانډران پر ټولو کورونو ګرځېدلي او هغوی ته یې ویلي چې دا یو غلطي وشوه او تاسو زموږ خپل خلک یاست، تاسو چې څه غواړی او څه غوښتنې مو وي موږ یې در پوره کوو. خو هغه خلک لا په خپل غم اخته دي او څه پرېکړه یې نه ده کړې."

ملک غلام خان زیاته کړه چې حکومتي او پوځي چارواکو په خپله دوي ته په وار وار ویلي چې دا مسله ورسره هواره کړي.

ده زیاته کړه چې، "ولسي حکومت چارواکي او د پوځ ځايي مشران په بیا بیا له موږ سره رابطه کوي او وايي چې د دې خلکو چې څه مسلې وي څه غوښتنې یې وي ، بس اوس خو غلطي شوې ده چې اوس دا مسله ورسره حل شي."

خو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی دا خبره ردوي چې ګواکې دې چارواکو د وژلیو کسانو د کورنیو د خاموشه کولو لپاره هغوی ته د پېسو وړاندیز کړی دی.

شوکت یوسفزي وویل: "دا د رشوت او د خلکو د اخیستو خبره نه ده بلکې دا د حکومت پالېسي ده چې هلته له ځپل شوو خلکو سره مرستې وشي ، د هغوي ازاله وشي او په دې کې په ځانګړې توګه پوځ ډېره مرسته کړې ده او د هغوي مرستې ورځنۍ خبرې دي ، وړاندې یې هم کړې دي او بیا به یې هم کوي او مطلب یې دا نه دی چې هغوي خلک په پېسو اخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د خړ کمر تر پېښه وروسته نه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښانو علي وزیر او محسن داوړ په ګډون یو شمېر نور کسان هم نیول شوي دي بلکې د غورځنګ له خوا په پېښور، کوټه او د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه شوي او دوام لري.