'پر ماشومانو د جنسي تېري قانون سختول پکار دی'

عکس له ارشیفه.

په اسلام اباد کې روانه میاشت د فرشتې د وژنې پېښې نه یوازې د ولس غوسه راپارولې بلکې یوځل بیا په دې اړه بحثونه پېل شوي دي چې په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تیري او زیاتي خلاف قوانین دې باید سخت کړل شي.

د مومندو لس کلنه ماشومې فرشتې مړی د می پر ۲۰ مه د اسلام اباد په چک شهزاد کې وموندل شو، چې د پولیسو او کورنۍ ترمخه هغه د جنسي تیري وروسته وژل شوې ده.

فرشته مومند د مې پر ۱۵مه لادرکه شوه. په ټولنیزو رسنیو د داسې پېښو وروسته د پولیسو پر رویه او پر ماشومانو د جنسي تېري خلاف په قوانینو د خلکو نیوکې روانې دي. وزیراعظم عمران خان هم د دغه پېښې نوټس اخیستی دی.

د فرشتې د پېښې وړاندې روان کال د مارچ پر ۱۰مه نېټه د کراچۍ په بن قاسم سیمه کې د یوې لس کلنې ماشومې مړی وموندل شو، د پولیسو د وېنا ترمخه د پوسټ مارټم د راپور وروسته دا مالومه شوې چې دغه ماشومه د جنسي تېري وروسته وژلې شوې ده.

پولیس وایي په پېښه کې ککړ تن چې د متاثره کورنۍ ګاونډي وو نیول شوی دی.

په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري خلاف خبرې له هغه وروسته زیاتې شوې چې کله د پنجاب د قصور سیمې پر اووه کلنې زېنب انصاري د جنسي تېري او وروسته د وژنې خبر مخې ته راغلی.

تېر کال د جنورۍ پر څلورمه په قصور ضلع کې ووه کلنه زینب چې کله کور ته پر لاره وه، نو عمران علي نومې تن وتښتوله او د جنسي تېري وروسته یې ووژله. د زینب مور پلار په دغه وخت عمرې له تللي وو.

د زینب تر پېښې وروسته په ټولنیزو رسنیو پر ماشومانو د جنسي تېري خلاف کېمپین وچلېدواو د هېواد په یو شمېر سیمو کې مظاهرې او لاریونونه وشول.

د پاکستان د هغه وخت چیف جسټس د زینب د پېښې ازخود نوټس واخیست. له هغه پس د زینب قاتل د ۲۰۱۸ ز کال په اکتوبر میاشت کې په دار وځړول شو. پر هغه د نورو ماشومانو سره د جنسي تېري او وژلو تورونه هم ول.

د زینب وروسته هم پروسږ کال د جنورۍ په میاشت کې د مردان یوه څلور کلنه ماشومه اسما لادرکه شوه، چې وروسته یې په پټیو کې مړی وموندل شو. د پولیسو د راپور ترمخه پر اسما جنسي تېری شوی وو.

د هغې قاتل ۱۵ کلن محمد نبي چې د اسما په خپلوانو کې راتلو د ډي اېن اې ټېسټ ورسته ونیول شو، او په عدالت کې یې پر اسما جنسي تېری او وژل ومنل. دغه تن ته تېر کال د عمر بند سزا واورول شوه.

د زینب او اسما د پېښو وروسته په پاکستان کې یو ځل بیا پر دې بحث پېل شو، چې پر ماشومانو د جنسي تېري خلاف قوانین دې نور هم سخت کړل شي.

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې د غېر سرکاري ادارې ساحل ویاند ممتاز ګوهر وایي په صوبایي کچه د ۱۸م ترمیم باوجود پر ماشومانو د جنسي تیري خلاف قوانین په پوره ډول نه عملي کیږي.

د ماشومانو د حقونو کارکونکي وایي مور پلار دې د خپلو بچو خبرو ته پام وکړي که چرې زوی یا لور ورته د یو کس خلاف شکایت کوي نو باید چې د هغوي خبره واوري.

د ماشومانو د حقونو یو کارپوه ارشد محمود وایي مور پلار باید پر خپل ماشوم نظر وساتي او دومره باور ورکړي چې ماشوم ورته خپله هره خبره کولی شي.

د سند صوبې کاینات سومرو هغه جیني ده چې په ۲۰۰۷ کال کې د ۱۳ کالو په عمر کې د ډلییز جنسي زیاتی ښکار شوه، کاینات د دغه پېښې ژوندۍ راوته خو د انصاف په تر لاسه کولو کې یې خپل ورور وبایلو.

د کاینات سومرو ورور صابر سومرو په ۲۰۱۰ کال کې ووژل شو، او د کاینات د پلار په وېنا د هغه زوی هم هغه خلکو وژلی دی چې کومو یې پر لور جنسي تیری کړی.

کاینات تر نن ورځې پورې د انصاف په لټه کې ده.

بلخوا د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وایي باید د پاکستان حکومت پر ماشومانو د جنسي تېري خلاف قوانین سخت کړي: (دا یوه ډېره بده پېښه ده، باید په دې اړه تفتیش او پلټنې هم په سختۍ سره وشي او حکومت دې د داسې پېښو د مخنیوي قوانین هم سخت کړي.)

د غیر سرکارې ادارې ساحل د تېر کال د راپور ترمخه په پاکستان کې په ۲۰۱۸م کال کې ۳۸۳۲ ماشومانو سره د جنسي زیاتي پېښې رپوټ شوي دي چې پکېله ۵۵ فیصدو ماشومانو جینکو سره جنسي تېری شوی او ۴۵ فیصده هلکان د جنسي تېري ښکار شوي دي.

ساحل دا هم وایي تېر کال هره ورځ ۱۰ماشومان په څه نا څه شکل کې له جنسي تېري او زیاتي سره مخامخ شوي دي.