'خېبر پښتونخوا کې ۱۵ لکه ماشومان له ښونځيو بهر دي'

د سباوون خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د ماشومانو د حقونو په اړه د دې نوې خپرونې په دویمه برخه کې مو د ماشومانو په تعلیمي صورتحال او د هغوی ته په ورپېښو ستونزو ترڅنګ پر نورو موظوعاتو له چارواکو او د بشري حقونو مبارزانو سره خبرې کړې دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې شاوخوا ۱۵ لکه ماشومان له سکولو بهر دي خو بیا د تعلیم لپاره کارکونکې ادارې دا شمېره شاوخوا ۲۵ لکه یادوي.

د ماشومانو حقونو مبارازان وايي، په پاکستان او په ځانګړې توګه د خېبر پښتونخوا په اکثرو سیمو کې د سکولونو او استادانو کمی دی او زده کونکي د تعلیم په برخه کې استانتیاوي نه لري.

خو د تحریک انصاف په مشری موجوده حکومت وايي، د نورو تعلیمي ادارو جوړولو، نوو استادانو برتي کولو او په سکولونو کې د ماشومانو شمېر زیاتولو په ګډون ځینې نور ګامونه پورته کول پېل کړي دي.

سباوون خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سباوون خپرونه