د اسیې په اړه فیصله عملي کوو: سپریم کورټ

اسیه بي بي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې حکومت به د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي په اړه د سپریم کورټ فیصله عملي کوي.

د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د جنورۍ پر ۳۱مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، اسیه بي بي په هېواد کې ده او هر ځای چې وغواړي تللای شي:

دا هم وګورئ: سپریم کورټ د اسیې بي بي فیصلې ته د بیاکتنې پر درخواست فیصله کوي

((د سپریم کورټ فیصله به عملي کېږي. زما له معلوماتو سره سم، اسیه بي بي اوس هم په پاکستان کې ده. پر هغې هېڅ بندیز نشته. دا د هغې خوښه ده چې په هېواد کې اوسي او که بهر ځي ځکه چې هغه د پاکستان یوه ازاده وګړې ده.))

د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د جنورۍ پر ۲۹مه د اسیې بي بي د خوشې کولو فیصله برقراره وساتله.

دې عدالت د تېر کال د اکتوبر پر ۳۱مه په فیصله کې ویلي ول چې پر اسیې بي بي د اسلام د پیغمبر سپکاوي تورونه ناسم ول او حکومت ته یې د هغې د خوشې کولو امر وکړ.

خو په پاکستان کې تر مظاهرو وروسته حکومت مذهبي ډلو ته اجازه ورکړه چې په سپریم کورټ کې د فیصلې بیاکتنې لپاره درخواست داخل کړي.

اسیه بي بي د مرګ په سزا محکومه وه او شاوخوا نهه کاله یې په زندان کې تېر کړل.