د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د اسیې بي بي فیصلې ته د بیاکتنې پر درخواست فیصله کوي


اسیه بي بي.
اسیه بي بي.

یوه وکیل اژانس فرانس پرېس ته ویلي، ټاکل شوې چې د پاکستان سپریم کورټ د جنورۍ پر ۲۹مه د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي د خوشې کولو پر ضد د غوښتنلیک منظورولو یا نه منظورۍ فیصله وکړي.

که سپریم کورټ درخواست رد کړي نو دا به د اسیې بي بي د خوشې کولو په برخه کې وروستی قانوني خنډ هم ختم کړي.

بي بي ته یوه عدالت شاوخوا نهه کاله مخکې د اسلام پیغمبر د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې وه. د دې پر ضد نوموړې د لاهور های کورټ ته درخواست وکړ خو هغه عدالت یې هم د مرګ سزا برقراره وساتله.

تر دې وروسته بي بي په زندان کې وه او بیا یې سپریم کورټ ته غوښتنلیک ورکړ.

د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۱۸ز کال په اکتوبر کې هغه بېګناه وګرځوله او چارواکو ته یې سمدستي د هغې د خوشې کولو امر وکړ.

د پاکستان ستر عدالت فیصلې په هېواد کې د سختدریځه مذهبي ډلو قهرجنې مظاهرې وپارولې.

په دې ډلو کې یې یوه تحریک لبیک پاکستان وه چې د بي بي د وژلو او د هېواد په پیاوړي پوځ کې یې د بغاوت غوښتنې وکړې.

همدې تحریک د هېواد د لوړپوړو قاضیانو وژنه هم روا وبلله.

تر دې وروسته د پاکستان حکومت د تحریک لبیک پاکستان پر مشرانو، غړو او پلویانو چاپې ووهلې او پر ځېنو مشرانو یې خلک بلوو ته د پارولو او د ترهګرۍ تورونه پورې کړل.

په عین وخت کې چارواکو له مظاهره کوونکو سره موافقه هم وکړه او ورته یې اجازه ورکړه چې سپریم کورټ ته درخواست وکړي چې د اسیې بي بي د خوشې کولو په اړه خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.

د عدالت فیصلې بیاکتنې درخواست وکیل غلام مصطفا کړی وو.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۴مه، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د جنورۍ پر ۲۹مه به عدالت خپلې فیصلې ته د بیاکتنې په اړه د غوښتنلیک منظورۍ یا نه منظورولو فیصله کوي.

ده وویل، اکثر عدالت پر هم هغه ورځ دا فیصله کوي.

که عدالت خپلې فیصلې ته د بیاکتنې درخواست منظور کړي نو بیا قانوني بهیر پیلېږي.

په پاکستان کې د مذهب او د اسلام د پیغمبر د سپکاوي موضوع خورا حساسه ده او که پر یوه کس د پیغمبر د سپکاوي تور ثابت شي نو عدالت ورته د عمري بند یا مرګ سزا هم اورولی شي.

د بشري او لږکیو د حقونو نړیوالو او پاکستانیو ټولنو او فعالانو په بیا بیا پر حکومت غږ کړی دی چې د مذهب سپکاوي د مجازاتو قانون ختم یا پکې لوی بدلون وکړي.

د فرانسې خبري اژانس دا هم ویلي دي چې داسې اشارې دي چې اسیې بي بي ته په اروپايي یا شمالي امریکايي هېواد کې د پناه ورکولو پر چارو هم کار روان دی او که سپریم کورټ یې د خوشې کولو فیصله پر ځای وساتي، نو ښايي هغه هېواد پرېږدي.

XS
SM
MD
LG