پېښور مېشتي افغان کډوال او د پاکستان شهریت هیلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په پاکستان کې ۱۴ لاکه افغان کډوال اوسي چې پکې له اټکل سره سم، ۷۴ فیصده هم هلته زېږېدلي. د پاکستان له اساسي قانون (ایین) سره سم، تر ۱۹۵۱ز کال وروسته په هغه هېواد کې زېږېدلي خلک د پاکستان تابعیت یا وګړیتوب تر لاسه کولای شي. خو دا قانون پر افغان کډوالو نه عملي کېږي. په اړه یې د فرانسې خبري اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.