شازیه عطا وايي د جینکو تعلیم کې پرمختګ شوی

مېرمن شازیه عطا

د سروې پروګرام پاڼې ته ښه راغلاست. د دې اونۍ مېلمنه مو مېرمن شازیه عطا ده. هغه د خیبرپښتونخوا د پلان او پرمختګ اداره کې یوه لوړ پوړې افیسره ده.

نوموړې تر دی وړاندې د پېښور مرستیاله کمیشنره او د ګورنر هاوس ویانده هم پاتې شوې ده.

شازیه عطا له سوات سره تعلق لري خو دا مهال په پېښور کې ژوند تېروي. هغه وايي، د ۲۰۱۰م کال وروسته په سوات کې د جینکو په برخه کې مثبت بدلون راغلی دی او زیاتره جینکۍ اوس په سرکاري او شخصي دفترونو کې پر بېلا بېلو دندو کار کوي.

له نوموړې سره بشپړې خبرې دلته لاندې لینک کې اورېدلی شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

شازیه عطا مو مېلمنه وه