خوست: چاودنې دوه تنه وژلي، ۱۶ ژوبل

په خوست کې نن [د جنورۍ پر اتمه] د چاودنې یو انځور.

د خوست چارواکي وايي چې نن د [جنورۍ پر اتمه] له غرمې مخکې د خوست ښار په سپيین جومات سیمه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د خوست والي حلیم فدايي نن [د جنورۍ پر اتمه] ماسپښین مشال راډیو ته وویل چې چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي ول او د دې پېښې ټول قربانیان ولسي وګړي دي.

دا هم وګورئ: په خوست کې د بېلابېلو پېښو په تور ۴۵۵ کسان نیول شوي

"متاسفانه په بازار کې په عامه ګڼه ګوڼه کې چاودنه وشوه چې په پایله کې یې دوه ولسي وګړي شهیدان او ۱۶ ټپیان شوي، د خوست ولس په امنیت کې کلیدي رول لوبولای شي، ان شاالله د دښمن چې څومره شوم پلانونه وي، هغه به شنډ کېږي."

د خوست د ولایتي روغتون مشر ډاکتر سخي سردار وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته د یوه وژل شوي کس مړی او ۱۳ ټپیان ور وړل شوي چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

د پېښې له ځایه یو شمېر ټپیان د خوست ښار خصوصي روغتونونو ته هم لېږدول شوي دي.

بل لوري ته د پېښې عیني شاهدان د ټپیانو شمېر له دې ډېر بولي او وايي چې په پېښه کې ماشومان هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یادې پېښې مسولیت نه دی منلی.