د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د بېلابېلو پېښو په تور ۴۵۵ کسان نیول شوي


په خوست کې نیول شوې وسلې
په خوست کې نیول شوې وسلې

د خوست د امنیه قوماندانی چارواکي وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې يې د ۳۷۴ بېلابېلو قضیو په تړاو ۴۵۵ کسان نیولي او د تحقیاتو لپاره يې عدلي او قضايي ادارو ته ورپيژندلي دي.

دوی زیاتوي، په‌ دې موده کې د یادو قضیو په تړاو ۱۲۴میله وسله د پولیسو لاسته لویدلې، ۳۷ ګاډي نیول شوي او ۴۳۲ جریبه دولتي ځمکه هم له غصب خلاصه شوې او عامیلن يې څارنوالیو ته معرفي شوي دي.

یادې څرګندونې د پنجشنبې ورځې ماسپښین د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اختر محمد نورزوي رسنیو سره د یاد ولایت د پولیسو د نهه میاشتنیو لاسته راوړنو د شریکولو پر مهال وکړې.

نوموړي وویل، په روان لمریزکال کې هلته ۳۷۴ بېلابېل واقعات رامنځته شوي چې ۱۹۳جنايي پيښې دي، ۹۱ ترهګریزې پېښې دي او ۹۰ پېښې د نشه‎يي توکو د قاچاقو دي.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اختر محمد نورزوي
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اختر محمد نورزوي

همدارنګه په‎دې موده کې ۱۱۴ کیلو چرس، یوه اندازه تریاک، هیروئین، شیشه او ۵۱۳ لیتره مختلف الکولي مشروبات نیول شوي دي.

خوست امنیه قوماندان وړاندې وویل چې د یادو پېښو په تور ۴۵۵ کسان نیول شوي چې ۳۲۵ کسان يې د جنايي قضیو ۳۷ تنه د ترهګریزو پېښو او ۹۳ تنه د نشه يي توکو په جرمونو تورن وو.

د جنرال نورزوي په وینا په تېرو نهو میاشتو کې ۱۲۴میله وسله هم د پولیسو لاسته لویدلې ده چې یو تعداد یې دلته موجوده ده، ځینې د بالستیکي معایناتو لپاره مرکز ته انتقال شوي او یو شمېر يې اړوندې څارنوالۍ ته ورکړل شوې ده.

دی زیاتوي، د همدې قضیو په تړاو ۳۷ ګاډي نیول شوي چې د محاکمو تر نهايي حکم وروسته به د ګمرک له‎خوا لیلام او یا پرزه شي.

په همدې توګه د سږکال په موده کې درې میلیونه او درې لکه افغانۍ د پاسپورټونو، د ګاډو لېسانس، اطفايي او تأمیناتو له برخې د دولت خزانې ته تحویل شوي دي.

​د خوست امنیه قوماندان وايي چې ۴۸ د شنو لرګیو ګاډي نیول شوي او د کرنې ریاست ته سپارل شوي دي چې تر اوسه يې یوه برخه لیلام شوې او ډېره برخه به يې په نېږدې ورځو کې لیلام ته وړاندې شي.

د ده په وینا چې د روان کال له پیله بیا تر دې وخته ۴۳۲ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه شوې چې ۴۰۰ جریبه يې په مندوزیو کې او ۳۲ جریبه په خاني خوړ کې وه چې عاملین يې په رسمي ډول څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

خوست امنیه قوماندان وايي چې دوی د نیول شویو وسلو او ګاډو د ساتلو لپاره منظم ځای نه لري، نو له همدې کبله د څارنوالۍ او عدلي ارګانونو په ځانګړي ډول له محاکمو غواړي چې په ټاکلي قانوني موده کې دا دوسيې وڅیړي او د مصادرې په اړه يې نهايي پرېکړه د پولیسو سره شریکه کړي.

ده له دیني عالمانو، قومي مخورو او مدني فعالانو مننه وکړه چې د جرایمو په مخنیوي او د مجرمینو په کشف کې يې له امنیتي ارګانونو سره مرسته کړې ده، خو د جرایمو د ګراف په راټیټولو کې يې د ولسونو د لا زیاتې مرستې او همکارۍ هیله وکړه.

د خوست امنیه قوماندان وویل چې یادې ۳۷۴ قضیې د خوست په مرکز، ۱۲ ولسوالیو او اړوندو سیمو کې رامنځته شوي او له یوې قضیې پرته د ټولو قضیو دوسیې ترتیب شوي او عدلي مراجعو ته لېږل شوي دي.

هغه وايي، یوه قضیه چې د ښاروالۍ په مارکیټ رامنځته شوې وه، تر جدي تعقیب لاندې ده او عاملین به يې ډېر ژر ونیول شي.

امنیه قوماندان وايي، څارنوالۍ ورڅخه په بېلابېلو وختونو کې په یو شمېر قضیو کې د ځینو کسانو حاضرول غوښتي چې له همدې کبله پولیسو ۲۲۴ تنه پیدا کړي، نیولي او څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.

دی وايي، له هغه وروسته چې امنیتي ادارو د وسلو په ګرځولو بندیز سخت کړی، تر ډېره په پيښو کې کموالی راغلی او دوی هیله لري چې نور به هم امنیت ډاډمن او د خلکو لپاره به د کار او ژوند وړ چاپیریال برابر شي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG