د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر قبایلي جرګې ته قانوني شکل ورکول غواړي

محمود خان وویل حکومت په قبایلو کې پرمختیايي چارو ته ژمن دی

پېښور - د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ویلي، نه یوازې د پاکستان قوانین تر قبایلو غځوي بلکې جرګې ته هم قانوني بڼه ورکول غواړي.

محمود خان د جنورۍ پر درېیمه له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره باجوړ ته په خپل لومړي سفر کې له مشرانو سره خبرې کولې او ویې ویل چې حکومت د قبایلي ضلعو پرمختیا ته ژمن دی.

محمود خان په قبایلو کې د تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې ناامنیو ته په اشاره وویل، د هغو سیمو ولس د امنیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي نو اوس وخت دی چې حکومت هغه ټولې ژمنې پوره کړي چې له قبایلو سره یې کړې وې.

خو د باجوړ ځېنې ملکانو سیمې ته د اعلا وزیر محمود خان سفر ناکامه بللی دی.

دوی مشال راډیو ته وویل، اعلا وزیر یوازې خبرې وکړې او په عملي توګه یې د ښوونځیو جوړولو یا هسپتال جوړولو هېڅ اعلان ونکړ.

دا هم وګورئ: قبایلو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو تیارۍ مکملې دي: الېکشن کمېشن

خو اعلا وزیر محمود خان وايي، د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیران به د هرې قبایلي سیمې سفر کوي، هلته به د خلکو اړتیاو ته په پام، د هغوی غوښتنې پوره کوي.

په عین وخت کې د اعلا وزیر له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې محمود خان د جنورۍ پر درېیمه د باړې شاکڅ ته هم ورغلی وو.

بیان وايي، حکومت په قبایلو کې ژر تر ژره د صوبايي اسمبلۍ او بلدیاتي انتخاباتو ته ژمن دي.

بیان د محمود خان له خولې وايي، د ایین ۲۴۷مې دفعې ختمېدو باوجود به حکومت تر راتلونکو پېنځو کلونو پورې پر قبایلي ولس ټیکسونه نه لګوي.

بیان زیاتوي چې اعلا وزیر په باجوړ کې د لېوي ځواک د ځوانانو له روزنیز کورسه د فراغت په غونډه کې د ګډون پر مهال هغوی ته د پولیس شهیدانو برابر مالي مرستو ورکولو اعلان هم وکړ.