د خېبر پښتونخوا حکومت د اقلیتونو ځوانانو ته د قرض پروګرام پېلوي

په پاکستان کې عيسايان

د خېبر پښتونخوا حکومت فېصله کړې چې مذهبي اقلیتونو سره تعلق لرونکي ځوانانو ته به د کاروبار لپاره قرض ورکوي. دا پور به د خېبر پښتونخوا تعلیم یافته ځوانانو لپاره د کاروبار پروګرام له لارې ورکړل شي.

د جنورۍ په دوهمه مشال راډیو سره په خبرو کې د واکمن ګوند او د صوبایي اسمبلۍ د اقلیتونو استازي روي کمار وویل چې اوس د اقلیتونو د نوکریو د درې فېصده برخې په شان د ځوانانو د کاروبار پروګرام هم درې فیصده برخه ورکول کېږي.

دی وایي حکومت دا قرض له پنځو لکو څخه تر لسو لکو روپو پورې دی. هغه زياته کړه: ((د اقلیتونو ژوند تېرولو معیار لږ شان لاندې دی. زما په فکر دا پروګرام به يې په ژوند کې بدلون راولي. د ژوند معيار به يې ورسره لوړ شي او ټولنه به پرمختګ وکړي.))

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف تېر حکومت تعلیم یافته ځوانانو ته د کاروبار یو پروګرام شروع کړې وو چې مقصد یې نه یوازې ځوانانو ته قرض ورکول وو بلکې کاروبار سره نورو خلکو ته د روزګار موقعې هم ورکول دي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د هندو ټولنې یو ځوان اوېناش د حکومت دا فېصله ستایي او وایي چې دې سره به د اقلیتونو ځوانانو ته د کاروبار کولو موقع ترلاسه شي.

د عیسوي ټولنې سره تعلق لرونکي انمول بيا زياته کړه چې که څه هم دا پروګرام ښايي ټولو اقليتي ځوانانو ته ونه رسي خو بيا هم يو ښه ګام دی. ((د اقلیتونو ډېری ځوانان بې روزګاره دي. نو پکار ده چې حکومت دا پروګرام برخه کړي چې دې سره ډېرو خلکو ته د کار موقع برابره شي. ټولو ته د کار ضرورت لري.))