'افغان حکومت دې د امريکا او طالبانو په راتلونکې غونډه کې شامل کړل شي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور پوهنتون کې د 'پاک افغان امن کانفرنس' په نوم يوې غونډې ته د وینا پرمهال د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سیکرتر میا افتخارحسېن ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په راتلونکې غونډه کې بايد افغان حکومت شامل کړل شي. د ډېسېمبر پر ۲۸مه دې غونډه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر حکومتي، تجارتي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې د اړیکو پر ښه کولو ټینګار وشو. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډیويي راپور کې.