محسن داوړ: په پاکستان کې له بشري حقونو سرغړونې کېږي

د پارلمان غړی، محسن داوړ

د ډېسېمبر پر ۱۰مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو په اړه قراردار منظور کړ چې پکې راغلي، ایوان د بشري حقونو په لړ کې د جمهوریت د پیاوړتیا،د مذهبي لږکیو او ښځو د حقونو او انصاف لپاره په ګډه په کار کولو راضي دی.

د دېسېمبر پر ۱۰مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو په اړه قراردار منظور کړ چې پکې راغلي، ایوان د بشري حقونو په لړ کې د جمهوریت د پیاوړتیا،د مذهبي لږکیو او ښځو د حقونو او انصاف لپاره په ګډه په کار کولو راضي دی.

قراردار د بشري حقونو لپاره مرکزي وزیرې شرین مزاري وړاندې کړی و.

د قرادار د منظورۍ وروسته په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د قرارداد هر کلی وکړ او یې ویل چې پکار ده چې د بشري حقونو لپاره یوازې په کاغذونو کې نه بلکې عملي کار هم وشي.

((دا کتل پکار دي چې زموږ په هیواد کې انسان ته کوم حقونه حاصل دي؟ عام وګړي خو لا څه، په ۳۰ تاریخ د اسمبلۍ دوه منتخب استازي دبۍ ته تلل هغوی تلو ته پرې نه ښودل شو. او بغېر له کومې وجې ورته وویل شو چې ستاسو نوم په ایي سي ایل کې دی، بیا ورته وویل چې په تاسو د صوابۍ د جلسې ایف ایي ار دی.په دې هیواد کې قانون ماتونکي بهر ته پریښودل کېږي او پرامنه مظاهره کونکو سره داسې سلوک کېږي.))

دا هم وګورئ: پښتون ژغورنې غورځنګ: که تر ۱۶م دسمبره مو غړي خوشي نه شو پرلت پېلوو

​محسن داوړ وویل چې د دوی د غورځنګ مشر منظور پښتون بلوچستان ته نه پریښودل کېږي، دا هر څه له بشري حقونو سرغړونه ده.

د محسن داوړ په جواب کې د بشري حقونو لپاره مرکزي وزیرې شیرین مزاري وویل باثباته احتجاج کول د هر چا قانوني حق دی او د دوی حکومت د قانون د حکمرانۍ ته لومړیتوب ورکوي.

((زه د بلاول بټو هم مننه کوم چې کله سیند حکومت د منظور پښتون د سیند په داخله بندیز ولګوو نو بلاول بټو په وینا هغه بندیز لېری شو. صوبایي او مرکزي حکومتونه دې د چا په تګ راتګ بندیز نه لګوي.د شپې په تیاره کې د خلکو ورکول هېچ جایز نه دي. هره ستونزه د خبرو له لارې هوارول پکار دي))

شیرین مزاري وویل د ورکو خلکو د ستونزې ترڅنګ د نورو ستونزو د هوارۍ په موخه حکومت ګامونه پورته کړي چې نتیجه به یې دوه دریو میاشتو کې مخې ته راشي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه