د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ: که تر ۱۶م دسمبره مو غړي خوشي نه شو پرلت پېلوو


پخوانی عکس
پخوانی عکس

د پشتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، که د دسمبر تر ۱۶مه د دوې نیول شوي ملګري خوشي نه کړل شو نو د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمیشنر د دفتر مخې ته به احتجاجي ناسته پيلوي.

دا خبرداری د غورځنګ مشرانو د دسمبر پر اتمه په ډيره اسماعیل خان کې د احتجاجي لاریون پرمهال ورکړی دی.

دوي وویل چې څو ورځې وړاندې د دوي غړو په واڼه کې احتجاجي لاریون کړی وو چې پکې ځېنې نیول شوي او د ډيره اسماعیل خان په جیل کې بندي دي.

د ياد غورځنګ يو مشر او د پارلیمان غړي علي وزير پر دې موقع مشال راډيو ته وویل چې نیول شوو کسانو ته د ایف سي ار قانون له مخې د دوو کالو سزا ورکړل شوې ده.

علي وزیر وویل چې تر دې وړاندې د نیول شوو نورو کسانو په اړه پلټنې شوې دي ، هغوي بې ګناه ثابت شوي خو لا هم نه دي خوشي شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځايي مشر جمال مالیار مسید وویل ، په واڼه کې د دوي د ګوند مشر سردار عارف وزیر او ورسره نور ملګري دي ژر تر ژره خوشي شي.

د ده په وینا ، هغوي د خپلو حقونو لپاره پرامن لاریون کړی وو او امنیتي ځواکونو هغوي نیولي او د ډېره اسماعیل خان په زندان کې یې بندي کړي دي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ پولیسو د دسمبر پر دویمه نیټه مشال راډيو ته ویلي و چې د دې تحریک ځېنې غړي یې د حکومت پرضد د خلکو د راپارولو په تور نیولي دي.

د غورځنګ تر احتجاج وروسته هغه کسان بیا خوشي شوي وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کوي چې د نقیب الله مسید په وژنه تورن د کراچۍ پولیسو پخوانی مشر راو انور دې سزا کړل شي ، ټول ورک کړل شوي کسان دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي. هدفي وژنې دې ودرول شي او د پښتنو پر ځمکه د بدامنۍ ترشا د لاملونو مالوملو لپاره دې د ریښتيا او پخلاينې کمېشن جوړ کړل شي.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور تېره اونۍ په خبري غونډه کې وویل ، پښتون ژغورنې غورځنګ دې تر سره کرښه نه اوړي ګني نو د ده په وینا ریاست به یې پرضد ګام پورته کولو ته اړ شي.

د هغه د دې څرګندونو په ځواب کې د یاد غورځنګ مشرانو سخت غبرګون وښود او بیرته یې امنیتي ادارې په دې تورنې کړې چې د دوي په وینا هغوی تر سرې کرښې اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG