په پشین او چمن کې ټرافیکي پېښو اته تنه وژلي

د بلوچستان تقشه.

په بلوچستان کې په دوه جلاجلا ټرافيکي پېښو کې اته کسان وژل شوي دي او ۱۵نور ژوبل دي.

نن د ډېسېمبر پر شپږمه په پشين کې د یو بس او ډاټسن پېک اېپ ترمنځ د ټکر له کبله درې کسان ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول.

د پشين پولیسو چارواکي ایس اېچ او طاهر مشال راډيو ته ويلي چې د پېښې علت مالومولو لپاره يې پلټنې پېل کړي دي.

بلخوا هم نن د قلعه عبدالله په چمن ښار کې ګریډ سټیشن ته نېږدې د مال وړونکې لارۍ او موټر ترمنځ په ټکر کې پینځه کسان وژل شوي او پینځه نور ژوبل دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه